کور / شعر / غزل

غزل

له تا سره مي محبت كاوۀ خو و مي نكړ


ما به دا كار په قېمت كاوۀ خو ومي نكړ


چي په انكار يې ښايسته دنيا زخمي كړه د زړه


ما له هغه سړي نفرت كاوۀ خو ومي نكړ


ما د تيارو له تورتمونو سره تېر كئ عمر


ما به له خاوري بغاوت كاوۀ خو ومي نكړ


ما په عمل يقين لرلئ په تدبير شم پسې


ما به باور په خپل قسمت كاوۀ خو ومي نكړ


ايازه ! ماليدې د خاوري رپېدلې شونډي


ما به يې قدر د حسرت كاوۀ خو ومي نكړ