نن شاوخوا لس نيمې بجې د ننګرهارپه سره رود ولسوالۍ کې يو ځان مرګي بريد وشو. د سره رود ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال غفور وايي چې دغلته د ايتلافي ځواکونو کاروان او د سورلۍ يو موټر پر لاره تېرېدل، چې پکې هېچاته زيان نه رسېدلی او يوازې بريد کوونکی له منځه تللی، د تورې بوړې دمحاذ طالبان وايي بريد دوی ترسره کړی او د ايتلافي ځواکونو دوه موټر يې ويجاړ کړي دي.