کور / شعر / هیلي

هیلي

که خوشحا ل که روښان یا پاچا خان وه


که   اکبر   یا   امیر امان الله خان وه


                         *


د  افغان  د وحدت ټول  وه ارمانجن


افغانانو     وحدت      ونکړل      تر نن


پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)


ملتونه   شو    آباد    ټول   په   وحدت


 


څه د پوهی څه  د  کار  په  لوړ همت


یو   د  بل  سره    پا لل   ورور   ګلوی


 


نه کینه ،   نه عداوت  نه   دښمنی


یو د بل   تر شا  هیڅ  نه  کول   غیبت


د مشرانو کشران تل    ساتل عزت


نه    پخپلو   وطنوالو لاری بندول


نه  د خپلو   خلکو    جیبونه    شکول


نه  د   چا  په   باور   او  آین  کار لرل


نه  هغوی   هم  خپله   خلک  ربړول


دهغو رهبران ټول له خلکو شادمان وه


نه  جګړه نه غلا همه  واړه په  امان وه


                   **


ټوپکمارو څه مو وکړل تاسی دی وطن ته


د مرګ  زیری مو راوړل دغه چمن ته


ومو نکړل  ښکته   سر  خپل  ګریوان ته


په بد نوم مو ځان رسوا کړل   جهان ته


اور مو پوری کړل د هر افغان په  کور


په راکټ مو شهیدان کړل پلار او مور


په   کابل   مو  وویشتل    ډیر   مزایل


په لمسون دپنجابی ،  عرب ، جاهل


لا   تر  اوسه   مو   تنده   نه   ده  ما ته


د غلیم سره کیښینی   د   پردی  شاته



ومو  ویوړل   پاک    اسلام    قهقرا ته


سپکاوی    مو  کړل    عرش   معلا ته


صغیران مو واده کړل د ټو پک په زور


ښځینه   مو  بندی   کړل   دننه په  کور


کوم عمل مو رښتیا د ، مسلمان وه


هر   عمل   مو   رښتیا   د  شیطان  وه


                     **


رښتیا     ولیکی    افغانی     لیکوالانو


کړی   رسوا   مخ   د   ټولو  شیطانانو


وا قیعتونه کړی بیان  د افغانی   یتیمانو


په  غزل او نظمونو  سره     شاعرانو


خپل  بچو ته  ټول  پیښی  وکړی  بیان


څه چی پټ دی ښکاره هغه کړی عیان


مه   ډاریږی   د  مخ  تورو    پا ټکیانو


ددی   غلو   او    ناروا     تا ړاکګرانو


د وحدت  او د یوالی  ورکړی  لاسونه


حسادت او کینه اوباسی له خپل زړونه


ازمویلی  خلک  ته  مه سپاری د ندی


رشتخورو  ته  مه  ورکوی   ونډی


دوطن د آبادی  پلان  زر کړی  جوړ


د یتیم او بی وزلو نس کړی زر  موړ


دوطن سمسور تیا د پلرو مو ارمان وه


که خوشحا ل که روښان یا پاچا خان وه


                  ***


         پوهندوی دوکتور سید حسام  مل


                     جرمنی۱۰-۱۲-۲۰۰۷