کور / خبرتیا او پيغامونه / د ماشوم ادبياتو د سيمينار پرېکړه ليک

د ماشوم ادبياتو د سيمينار پرېکړه ليک

نېټه: د مرغومي شپږمه کال ۱۳۸۷ ل

ماشومان د هرې ټولنې لويه سلنه جوړوي او باید د ماشومانو د ښه راتلونکې په موخه هغوی ته زیاته پاملرنه وشي. د پرمختلليو او وروسته پاتې ټولنو تر منځ يو جوت توپير همدا دی، چې پرمختلليو ټولنو کې ماشوم ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او وروسته پاتې ټولنو کې يواځې په لويانو حساب کېږي. په حقيقت کې خو همدا د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې لويان دي.مصور خپرندوی بنسټ همدې موخې ته په پام سره د افغان کلتوري ټولنو په چوکاټ کې څه باندې يو کال وړاندې رامنځته شوی دی او دادی ددې سيمينار د پرېکړه ليک په ترڅ کې حکومت ، خپلواکو رسنيو ، خصوصي سکټور او مدني ټولنو ته لاندې وړانديزونه او سپارښتنې لري:
1. حکومت ته په کار دي، چې د ماشوم روزنې، ښې پالنې او ماشوم ادب د غوړاوي لپاره په قوت سره عملي ګامونه اوچت کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د کمکيانو انيس خپرونه د پخوا په شان خپره کړي او د وزارت په چوکاټ کې دې د ماشوم ادبياتو لپاره يو رياست رامنځته کړي.
2. ازادې او خپلواکې رسنۍ دې د ماشومانو لپاره د افغان کلتور په رڼا کې روزنيزې، مالوماتي ، بوختونکې او نورې خپرونې برابرې کړي.
3. ټلويزونونه دې د ماشومانو ځانګړې خپرونې په مناسب وخت کې یانې د شپې په لومړۍ برخه کې خپرې کړي او پدې وخت کې دې د لويانو لپاره بوختونکې خپرونې نه خپروي ځکه چې په ماشومانو باندې نېغ په نېغه بدې اغېزې کوي.
4. د افغانستان د علومو اکاډمي دې منظومې او منثورې ويناوې، کيسې، انځوريز کتابونه او نکلونه راټول او د ماشومانو لپاره دې چاپ کړي.
5. د ښوونې او روزنې وزارت له لوري، چې د ښوونځيو د لومړۍ دورې لپاره کوم کتابونه چاپ شوي دي په هغو کې د سبک او منځپانګې له مخې تېروتنې شته، چې بايد په بل ځل چاپ کېدلو کې يې سمولو ته پاملرنه وشي.
6. ليکوالانو ته هم په کار دي، چې د ماشومانو لپاره روزنيز کتابونه وليکي او يا دې هم د نورو ژبو څخه د ماشومانو لپاره را وژباړي.
7. مصور خپروندی بنسټ دې د ماشومانو د ادبياتو د غوړاوي لپاره يوه ځانګړې ويبپاڼه جوړه کړي.
8. د ماشومانو لپاره دې مياشتني روزنيز پروګرامونه جوړ شي او ماشومانو ته دې پکې وخت ورکړل شي.
9. مصور خپرندوی بنسټ دې د ماشوم ادبياتو لپاره مياشتنۍ د کره کتنې غونډې جوړې کړي او په هغو غونډو کې ويل شوې ويناوې او مقالې دې په يوې ځانګړې مجله کې چاپ کړي.
10. فلکلوريک ادبيات، چې د ماشومانو لپاره له پخوا شته هغه دې راټول، تنظيم او چاپ کړل شي او داسې ميکانيزم دې رامنځته شي، چې چاپ شوي کتابونه ماشومانو ته ورسول شي.  
(پای)