کور / خبرتیا او پيغامونه / د كابل ولايت د ولايتي شورَی مطبوعاتي اعلاميه

د كابل ولايت د ولايتي شورَی مطبوعاتي اعلاميه

د غزې به تړانګه د اسرايلو د وحشيانه بريدونوڅخه دا دى يوه اونۍ تيريږي .


 په دې يوې اونۍ كې اسرايلو له خپلو ټولو نظامي او مدرنو وسلوڅخه په كاراخيستنې سره تر اوسه له 400 تنو څخه زيات د بې وزلو او بې دفاع فلسطنيانو وينې تويې كړي  او د  2000 تنو  څخه زيات يې ټپيان كړي دي .
په دې بمباريو كې د غزې ډيرى ښونځي ،اسلامي پوهنتونونه ،جوماتونه ، د اوسيدنې ځايونه ، او داسې نور ځايونه بمبار او له خاورو سره خاورې شوي دي، په يويشتمه پېړۍكې او په ظاهراً د نړيوالو او بشري سازمانو نو په شتون  يوه ډيره د شرم خبره ده چي د داسې پېښوخبرونه اورو.


د كابل ولايتي شورا دغه جنايت او دانسان بشر ضد ظالمانه بريدونه غندي او له ټولو هيوادونو او په ځانګړې ډول له اسلامي نړۍ او دافغانستان له دولت څخه په  كلكه غواړي چې خپل غبرگون وښيي ، كه دغه حملې په همدې ډول روانې وي دنړۍ په كچه او په ځانګړې توګه  به د افغانستان هېواد ته ډېرې ناوړې پايلې ولري


په درناوى
د كابل ولايتي شورَی مطبوعاتي څانګه
نيته :  1387/10/14
اريكه : 0772077867    sharaf.azimi@gmail.com