کور / تازه خبرونه / په شپږمه ورځ هم د پېښور تورخم لاره بنده ده

په شپږمه ورځ هم د پېښور تورخم لاره بنده ده

دپېښور-تورخم لاره نن په شپږمه ورځ هم د اولسي خلکو په وړاندې خلاصه شوې نه ده .دسيمي دولتي چارواکي وايي تر څو په خيبر دره کې ددوى عمليات د وران کارو پرضد پاى ته نه وي رسيدلي ، دا لاره به د خلکو پر مخ تړلې وي .دم ګړۍ ته هره ورځ د سهار له يوولسو د مازيګر تر څلورو بجو پورې د پېښور نه تورخمه پورې لاره يوازې د ناټو د اکمالاتي قافلو په وړاندې پرانيستې وي .هم دا راز ددغه وخت نه په استفاده د لنډي کوتل او پېښور تر منځ هم اولسي خلک تګ راتګ کولى شي .هم دا راز د شلمان لاره هم د استفادې وړ ده خوهلته د طالبانو د شتون له امله خلک له وېرې سفر نه کوي .چارواکي اټکل کوي چې په څو ورځو کې به دا لاره په بشپړ ډول د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي .