کور / تازه خبرونه / د افغانستان اتله کرکټ لوبډله د ارجنټاین په لوري وخوځېده.

د افغانستان اتله کرکټ لوبډله د ارجنټاین په لوري وخوځېده.

د افغانستان اتله کرکټ لوبډله نن له کابل نه د ارجنټاین په لوري وخوځېده، افغان کرکټ لوبډله به په ارجنټاین د نړیوال کپ د ګډون په خاطر په درېیمه مرحله کې برخه اخلي.
افغانستان به د جنورۍ په ۲۴ له یوګانډا سره لوبه وکړي بیا به هانګ کانګ درېیمه لوبه به له کوربه ارجنټاین سره وي څلورمه لوبه به له في این جي او پنځمه لوبه به له کیمیون ایسلینډ سره وکړي.
د افغانستان د کرکټ د لوبډلې کپټان نوروز منګل لر او بر ویبپاڼې ته وویل لوبډله یې له ښه تیاري برخمنه ده هغه وویل که د خلکو دوعاوی راسره وي نو انشا الله ښه لوبه به وکړو.
د لوبډلې اتل ستوری او پخواني کپټان ریس احمدزي بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل دوی به زیات دا ځل په ارجنټاین د بال تر څنګ بېټینګ ته هم ښه توجه کوي.
اتل ستوري هستي ګل عابد بیا لر او بر ویبپاڼې ته دا ډول وویل دی هیڅ راز ندی متاثر چې لوبډله یې لومړی له قوي ټیمونو سره مخ کیږي.
تیز بال اچوونکي دولت احمدزي دا ډول وویل ده لپاره ارجنټاین زیات ارزښت لري هغه وویل دی به انشا الله په ښه بال په مخالف لوري فشار وارد کړي.
د افغانستان د کرکټ د ملاتیر حمید حسن چې خورا تیز بال کوي بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل مهمه نده چې لومړی له قوي ټیمونو سره مخ کیږي هغه وویل له هری لوبډلې سره غوره لوبه وکړي.
د افغانستان تکړه ویکټ کیپر او بېټسمین کریم صادق بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل دی به کوښښ وکړي ترڅو دوهم یا درېیم په بېټینګ را ووځي هغه وویل ځکه کیپینګ یې زیات ستړی کوي.
محمد نبي عیسی خېل بیا وویل دی به هڅه وکړي د تنزانیا په څېر د ارجنټاین د ټورنمنټ اتل لوبغاړی هم شي.
اصغر ستانکزي او احمدشاه احمدي ته هم زیاتې سترګې ور اوړي دوی دواړو وویل کې د کپټان خوښه وي نو کېدای شي چې په بېټېنګ کې اوپنران وویستل شي.
افغانستان تکړه فیلډران هم لري سمیع الله شینواری او شفیق الله شفیق وویل دوی به د بال او بېټ تر څنګ په فیلډینګ کې هم وړتیا وښيي.
دا ډول د کرکټ لوبډلې ته دری نوي لوبغاړي هم ور زیات شوی، خالقداد نوري، میرویس او اسدالله، دوی دری واړو وویل ښه لوبه به وکړي.
که افغانستان د ارجنټاین سیالې وګټي نو لومړۍ مرحلې ته به لار پیدا کړي چې دولس لوبډلې له لوبیږي.
له لومړۍ مرحلې بیا لوبډله کولای شي نړیوال کپ ته لار پيدا کړي.