کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا د نوي ولس مشر په راتلونکو اقداماتو تبصره کړې او لیکلي دي چې اوباما پخپل انتخاباتي کمپاین کې افغانستان د ګټونکې پاڼې په توګه غوره کړې وو.

ورځپاڼې  په یو بل مطلب کې د لودیځ د یوې ورځپاڼې د رپورټ په استناد لیکلي دي چې د اروپا خلک افغانستان ته د نورو سرتیرو له ستولو سره مخالف دي.

ورخپاڼې په افغانستان کې د نشه يې توکو د کارو بار په اړه هم یو مطلب خپور کړې  او لیکلي دي چې بهرنیان هم پدې کې ښکیل دي.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې  په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې ته په اشارې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې دوې ټولو دا ژمنه کړې چې د فساد پر ضد مبارزه کوي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د ناټو د عمومي منشي یاپ دې هوپ شفیر په حواله لیکلي دي چې ولس مشر کرزي د ناټو له بشپړ باور نه برخمن دې.

دې ورخباڼې هم په یو مطلب کې د امریکا د نوي ولس مشر بارک اوبا ما په وړاندې شته ستونزې  څیړلي دي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې له افغانستان سره د  روسیې د همکارۍ وړاندیز ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان د نویو نړیوالو همکارانو په لټه کې دې.

ورخپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې په افغانستان کې د اداري فساد په ستونزې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ملي شورا د څلورم تقنیني کال پرانستونکې غونډې ته د ولس مشر کرزي د څرګندونو ځینې برخېۍ راغستې دي.

ورځپاڼې د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي چې په فساد او بې کفایتۍ کې نړیواله ټولنه هم راشریکه ده.

ورځپاڼې په عینې حال کې د مشرانو جرګې د رئیس صبغت اله مجددي د څرګندونو ځینې برخې هم خپرې کړي چې ویلي دي چې بهرنیان د افغانستان د کوکنارو حاصلات بهر ته وړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د نوي ولس مشر  د لوړې مراسمو ته په اشارې لیکلي دي چې بارک اوباما په امریکا کې دننه او بهر له زیاتو ستونزو سره مخ دې.

ورځپاڼې د ملي شورا د  څلورم تقنیني کال پرانستونکې غونډې ته د ولس مشر کرزي  د وینا دا برخه راغستې چې ویلي خلک ترې دا پوښتنه کوي چې نړیوالې مرستې چا لوټلې دي.

د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

هیواد د خپل لومړي مخ په سر کې د ولس مشر کرزي د تیرې ورځې د وینا دا برخه راغستې چې د ملکي خلکو وژل او پخپل سر د کورونو لټول د زغم وړ ندي او په پوخي عملیاتو کې بدلون او له ترهګرو سره اغیزمنه او هم غږې مبارزه باید وشي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د چاپیریال خوندي کول زیات زړه سواندي ته اړتیا لري.


او د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم د بارک اوباما د لوړې مراسمو ته په اشارې لیکلي دي چې د افغانستان خلک له دغه امریکايې سیاستوال نه د روان بحران د پاې ته رسولو لپاره زیاتې هیلې لري.

ورخباڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه پخپله تبصره کې د انتخاباتو په نیټې او د اوسني حکومت د مشروعیت مسله څیړلې ده.

دې  ورځپاڼې هم د ولس مشر کرزي د څرګندونو خینې برخې راغستې چې ویلي دي چې  په مرستندویه منابعو کې هم زیات فساد موجود دې.