کور / تازه خبرونه / اسرائيل له غزې څخه د وروستي عسکر د وتلو خبر ورکوي

اسرائيل له غزې څخه د وروستي عسکر د وتلو خبر ورکوي


د اسرائيولو د دفاع وزير يهود باراک وايي له غزې څخه يې وروستى سرتېرى د چارشنبې په ورځ ووت.
اسرائيلو تېره مياشت پر غزه باندي هوايي او ځمکنى بريد وکړ، چي درې اونۍ يې دوام وموند.
 په دې بريدونو کي څه باندي ١٢٠٠ فلسطينيان مړه او ٥٣٠٠ ژوبل سول او څه باندي يو ميليارډ ډالره مالي تاوان فلسطينيانو ته وواښت.
عرب هيوادونو پرون پرېکړه وکړه، چي د غزې د ښار د بيا ودانولو دپاره به يونيم ميليارډ ډالره مرسته وکړي.
اسرائيل وايي پر غزه تر بريد وروسته يې د خپل هيواد پر جنوبي سيمو يې د حماس غورځنګ د بريدونو مخنيوى کړى، خو حماس بيا د دې جګړې اتلان خپله ډله بولي او وايي چي په تشو لاسو يې د اسرائيلي پوځونو سره مقابله وکړه او له خپلي خاوري څخه يې وتلو ته اړ کړل.