کور / تازه خبرونه / امريکا افغانستان او پاکستان ته نوى استازى وټاکئ

امريکا افغانستان او پاکستان ته نوى استازى وټاکئ


د امريکا جمهور رئيس باراک اوبام افغانستان او پاکستان ته خپل نوى ځانګړى استازى مقرر کړ.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي په ملګرو ملتونو کي د امريکا پخوانى سفير ريچارډ هال بروک افغانستان او پاکستان ته د باراک اوباما د ځانګړي استازي په توګه مقرر سوى دئ.
راپور د اوباما د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حواله زياتوي چي ښاغلى بروک به د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر همږغۍ او يووالي ډېر زور واچوي او همدا رنګه له هند سره د پاکستان د اړيکو ښه کول هم د ده له دندو څخه شمېر کېږي.