کور / تازه خبرونه / كوټه: نن هم بازار بند دئ

كوټه: نن هم بازار بند دئ

 


په كوټه كي له پرون راهيسي وروسته له هغه حالات ګډوډ سول چي نامعلومو وسله واله د دغه ښار د هزاره ديموكرات ګوند مشر حسين علي يوسفي وواژه.


پېښه تېره ورځ په جناح روډ كي رامنځته سول، چي په تور يې تر اوسه څوك نه دي نيول سوي او نه هم چا مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.


د كوټي ايالتي حكومت وايي په ښار كي د امنيت د ټينګولو په موخه يې پوليس او پوځيان ځاى پر ځاى كړي دي، چي د ممكنه ګډوډۍ مخ ونيسي.


تېره ورځ هم د هزاره ګانو له خوا په ښار كي مظاهرې وسوې چي د تاوتريخوالي پر اساس يې له امله ۱۱ تنه زخميان او د يوه بانك په ګډون څو موټرونه د اور خوراك سول.


د حسين علي يوسفي پلويانو نن يې هم د ښار د تړلو حكم كړى چي له امله يې د ښار مركزي سيمي ټولي تړلي دي.