کور / تازه خبرونه / افغانستان څلورمه لوبه له پاپونيوګيني سره كوي

افغانستان څلورمه لوبه له پاپونيوګيني سره كوي

د افغانستان د كركيټ ملي ټيم چي د جنوري پر ۲۴- مه د دريم ډيوژن په لوبو كي د ګډون په خاطر ارجنټاين ته رسېدلى دئ، د نن ورځي لوبه يې له پاپونيوګيني سره ده.
افغانستان غواړي د كركيټ نړيوالو سياليو ته چي په ۲۰۱۱ كال كېږي، لاره پيدا كړي، چي دا يې دريم ډيوژن دئ.
كه افغانستان له دريم ډيويژن څخه دوهم ډيوژن ته هم لاره پيدا كړي، د ۲۰۱۱ كال لوبو ته به نور هم نيژدې سي.
پاپونيوګيني تر دې وړاندي درې لوبي كړي چي د نمرو په لحاظ تر ټولو ښه مقام لري.
افغانستان په تېرو لوبو كي له يوګانډا څخه ماته خوړلې، خو له هانګ كانګ او كوربه هيواد ارجنټاين څخه يې ګټلي دي.
د نن ورځي د لوبي ګټل افغانستان ته ځكه ډېر اهميت لري، چي دوهم پړاو ته به د پاپونيوګيني وتل مشكوك كړي.