کور / تازه خبرونه / حامد كرزى جرمني ته روان سو

حامد كرزى جرمني ته روان سو


د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي ولسشمر حامد كرزى د جمعې په ورځ د جرمني د مونشن ښار ته په يوه نړيواله غونډه كي د ګډون په خاطر روان سو.
په دغه غونډه كي چي په افغانستان كي د امريكا او لوېديځو هيوادونو د ماموريت د ملاتړ نوم وركړل سوى، د امريكا مرستيال ولسمشر جوزيف بائيډن، د المان صدراعظمه انجيلا مركل او د لوېديځو هيوادونو لوړ پوړي ډيپلوماتان به برخه پكښي واخلي.
 غونډه د امريكا د متحده ايالاتو له خوا جوړه سوې، له اېران سره د امريكا پر نوې پاليسي به هم د نړۍ د مشرانو ترمنځ د نظرونو تبادله وسي.
امريكايي مقامات وايي د غونډي له جوړېدو يې هدف دا دئ، د برخه اخيستونكو هيوادونو له مشرانو څخه په افغان ماموريت كي د لا ډېري همكارۍ غوښتنه وكړي.