کور / راپور / کليفورنيا: د هېواد د پېژندل شوؤ ليکوالانو په وياړ غونډه

کليفورنيا: د هېواد د پېژندل شوؤ ليکوالانو په وياړ غونډه

د کليفورنيا په ايالت کې افغاني کلتوري ټولنې د هېواد د پېژندل شوي شاعر او ليکوال ښاغلي انجنير عبدلاوکيل متين د اشعارو، او د ښاغلي ډاکتر عبدالرحمن زماني د نوؤ کتابونو د خپرېدو په وياړ د فريمانت په ښار کې يوه درنه غونډه رابللې وه چې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو په کې ګډون درلود ٠

دا غونډه د پاک کلام د مباره کو ايتونو په لوستلو سره چې د الحاج ډګروال احمدسعيدخان خوګېاڼي له خوا قرائت شوه ،پېل او بيا د افغاني کلتوري ټولنې مشر ښاغلي الحاج عزيزالله زمريالي دا درنه غونډه په خپله وينا او  ګډونوالو ته د ښه راغلاست، او  هر کلي په وړاندې کولو سره  پرانېستله٠

وروسته د غونډې وياند ښاغلي حبيب هوتکي ويناوالو ته په خپل نوبت سره د خبرو بلنه ورکوله چې دا لاندې ښاغلو او اغلو ويناوالو په نوبت سره د غونډې د اجندا په اړه خپلې ويناوې او شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې د ګډونوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ شوې٠ 

د غونډې په لمړيؤ شيبو کې د دواړو ليکوالانو لنډه پېژندنه د انجنير فريد وردګ له خوا غونډې ته وړاندې شوه٠

١-ښاغلي پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ
٢-ښاغلي  داکتر سيد عبدالله کاظم
٣-ښاغلي فضل الغني مجددي
٤- ښاغلي داکتر صبحان هاتفي
٥-ښاغلي ا نجنير سميع ستانکزۍ
٦-مېرمن ناجيه کريم قيوم
٧-ښاغلي محمد حامد الوتاند
٨-ښاغلي عبدلا سلام فرزام
٩-ښاغلي حېدر جبارخېل
١٠-ښاغلي تېمورشا ه مست خېل

د يادونې وړ ده چې دا لمانځنې ته  زمونږ هېوادوالو د نړۍ له ګوډ ،ګوډ څخه  خپلې ليکنې او اشعار را استولي وه چې د کنړ د ولايت څخه د ښاغلي سلطان محمود سالمزي شعر د غونډې وياند ښاغلي حبيب هوتکي او د کانادا د تورنتو د ښار څخه د ښاغلي انجنير سېدا جان کليوال مقاله د ښاغلي الحاج محمد حسن شېرزاد له خوا ولوستل شوه٠

په پای کې د کليفورنيا د هېوارد د ښار د پوهنتون رئيس ښاغلي داکتر عبدالقيوم قيومي له خوا دا درنه غونډه وه ارزول شوه٠ 

د دې درنې غونډې انځورونه وګورئ :