کور / شعر / د غيرت چغه

د غيرت چغه

پښتونه پاڅيږه غيرت وکړه
د پلار نيکه په څير همت وکړه


وطن آزاد کړه آزاد ځان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړ کړه 


وتړه ملاپه لوړ همت پښتونه
ساته د کور کلي عزت پښتونه


د آزادۍ ژوندون وقار د انسان
د غلامۍ ژوندون دی عار د انسان


وو ستا پلرونه پتنګان د وطن
چې يې ځانونه کړل قربان له وطن


ته به تر څو د بل غلام اوسيږې
اړ او محتاج به لاس په نام اوسيږې


د چا په چل او فريب مه غوليږه
دخپلو کونډو پورې وشرميږه


پام چې سر ټيټ نه کړې دښمن په لوري
نظر کوه د پلار مدفن په لوري 


دغه دې وخت دی شجاعت وکړه
ملي يووالی او جر ‌‌‌‌‌ئت وکړه 


په سياسي پوهه خپل ځوانان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړ کړه 



پښتانه لر دي او که بر ورونه دي
په هر دګر د يو سنګر ورونه دي


د خپل وطن تاريخ ژور وګورۍ
له هندوکشه تر خيبر وګورۍ


په تړه تړه دي د وينو نښې
په هديړه په جوماتونو نښې


د پلار نيکه وينې دې خرڅې نه کړې
د کونډو رنډو هيلې خرڅې نه کړې


ستا آزادي ستا پښتونواله وروره
ستا خپلواکي ستا پښتونواله وروره


چې پلار دې قبر کې خجل نه کړې
د پښتنو صفت بدل نه کړې


په هوښيارتيا پوهه جرئت وکړه
د آزادۍ بيرغ اوچت وکړه 
 



خپل کور او کلی دې ودان جوړ کړه
د احمدشاه افغانستان جوړ کړه 



له هنده واخله افريقا پورې
بنګال لاتينې امريکا پوره


ټولو قومونو آزادي واخيسته
په ملي عزم خپلواکي واخيسته


ته آزادۍ په نوم غلام شولې نيم
زاړه غلام ته په سلام شولې نيم


افسوس افسوس ستا په غيرت پښتونه
شه رابيدار وکړه همت پښتونه


لونګۍ جامې دې دي د پلار په شانته
ديرې حجرې دې دي د پلار په په شانته


په هديرو کې دې دښمن ګرځي بيا
نن دې په خاوره بريډن ګرځي بيا


که نر يې پاڅه نر خصلت وکړه
په يتيمانو شفقت وکړه 


د شهيدانو لوی ارمان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړکړه 


ستا ناريڼتوب ستا خپلواکي ده وروره
ستا پښتونتوب ستا آزادي ده وروره


وطن ليلا ته يې مجنون پښتونه
پښتونستان دی د پښتون پښتونه


په چل فريب زاړه انګريز نیولی
رنجت قاجار زاړه چنګيز نيولی


بچو ته خپل حدونه وښايه ته
دښمن ته خپل ملکونه وښايه ته


ټول سرحدونه رابيدار کړه خپل
ويده قونونه دې هوښيارکړه خپل


چې آزادي څوک په پيسو خرڅوي
دا بې ننګان د پلار پښتو خرڅوي


ته غير تمن يې خپل غيرت وکړه
يومتين عزم شهامت وکړه 



د خدمتګار د زړه ارمان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړ کړه