کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د یو قومندان په حواله لیکلي دي که چیرې امریکا خپلې اوسنۍ تګ لارې ته دوام ورکړي نو بې ګټې به وي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې روسي کارپوهان پدې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو لپاره هیڅ ډول بریالۍ ستراتیژي نشته.

ورځپاڼې د خپل همدې مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې امریکا په پاکستان کې خپله زړه سیتراتیژي پلې کوي.

ورځپاڼې په دوام کې  لیکلي دي چې پاکستاني چارواکو تمه درلودله چې په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره به په قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بمباري بنده شي خو دا تمه بې ځایه ښکاري.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ترورزم په خلاف په روان جنګ کې د افغانستان رول څیړلې او لیکلي دي چې د ترورزم به خلاف د شته ستراتیژۍ په بیا کتنه کې د افغانستان رول ټاکونکې  دې.


ورځپاڼې د کابینې د تیرې ورځې غونډې ته هم اشاره کړې چې پکې د ترورزم په خلاف د مبارزې د ستراتیژۍ په بیا کتنه کې د افغانستان په ګډون بحث شوې او لیکلي دي چې افغان پلاوې به له امریکايې چارواکو سره په ګډه کار وکړي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې  د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د یوې اتریشۍ ورځپاڼې تبصره راغستې او لیکلي دي چې دا داسې مسله نده چې لویدیځ يې حل کړاې شي.


ورځپاڼې په دوام کې د افغانستان روانه وضعه بحراني توصیف کړې او لیکلي  دي چې امریکا او ناټو همدا اوس د ماتې خوړلو په لور روان دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د لویدیځ  په یوه ورځپاڼه کې د یو ډنمارکي جنرال  په نقل لیکلي دي چې ډنمارک په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د پاې ته رسولو په مقصد له طالبانو سره خبرې پیل کړیدي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغانستان د ستونزو د حل اساسي لاره د بهرنیو ځواکونو د حضور قانوني کول دي.


ورځپاڼه وړاندې لیکي چې دا مسله د یو داسې پروټوکول په بڼه د افغانستان د ملي شورا لخوا تصویب شي په هغې کې د بهرنیو ځواکونو فعالیتونه او په افغانستان کې د هغوې د پاتې کیدو موده راونغاړلې شي.

ورځپاڼې بیا هم پخپله سرمقاله کې د هلبروک په سفر  تبصره کړې او لیکلي دي  چې په سوات کې له طالبانو سره اوربند ددغه سفر یوه پایله ده.


د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جنرال ډیویډ پیتروس په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې پکې په ایران تور لږول شوې چې د افغان دولت مخالفینو ته مرستې ورکوي.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د جنرال پیتروس لخوا لږول شوي دا تورونه به  له تهران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د اوباما د ادارې هڅې زیانمنې کړي.  


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو بیلابیلې تبصرې خپرې کړیدي.


هیواد یو ځلې بیا پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د هلبروک په سفر تبصره کړې او هغه يې د اړیکو، ګډې تګ لارې او ګډ کار نوې باب بللې دې.

خو اصلاح بیا د ترورزم په خلاف د مبارزې  د  ستراتیژۍ په بیا کتنه کې د  افغانانو ګډون یو ښه پیل بللې چې د ورځپاڼې په وینا شته نیمګړتیاوې به له منځه یوسي.


او د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان دولت په ستونزو تبصره کړې او لیکلي  دي چې افغان دولت نه یوازې له بهرنیو انتقادونو سره مخ دې بلکه دننه هم له سختو انتقادونو او اختلافاتو سره لاس او ګریوان دې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د کارګرانو د اتحادیې شتو ستونزو ته کتنه کړې او هغه يې د یوې مافیا ښکار بللې ده