کور / شعر / حمزه بابا ته

حمزه بابا ته

حمزه چې دادب په اسمان ستورې دسبا و
حمزه چې دپښتو په قلمکارو کښې يکتا و
حمزه چې دشلمې صدۍ سر دشعراء و
حمزه چې دټولنې دمزاج سره اشنا و


حمزه چې دروڼ فکر پۀ سؤب ئې لوړ مقام دى
زمونږ دپښتنو دهغۀ روح و ته سلام دى


حمزه چې دتخليق دميدان وتى شهسوار و
حمزه چې وطن پال ؤ پښتون يار ؤ اولس يار و
حمزه چې له رنګ نسل بې پرواه ؤ عالميار و
حمزه چې پۀ خپل فن کښې دهمعصرو لوې سردار و


حمزه چې ئې خور کړى دخوږې مينې پيغام دى
زمونږ دپښتنو دهغه روح و ته سلام دى


حمزه چې پښتون شعر ته ئې بخښلې يو ځلا ده
حمزه چې پښتون سوچ ته ئې ورکړې يو رڼا ده
حمزه چې پۀ پښتون قلم ئې کړې يو عطاء ده
حمزه چې پښتون خيال ته ئې ورکړې يو ښکلا ده


حمزه چې خبر کړى ئې خپل قام دخپل مرام دى
زمونږ دپښتنو دهغۀ روح و ته سلام دى