دطالبانوسره دخبرو دريم پړاو هم پاى ته ورسيد

ميرويس افغان | فبروري 20th, 2009


دپاكستاني وسله والو طالبانو مشرنن ومنله چې له پاكستاني چارواكو سره دي خبري وشي . ده وسله والو طالبانو او پاكستاني چارواكو تر ميانځ دخبرو دريم پړاو نن هم په بري سره پاى ته ورسيدو او په سوات كې دوسله والو طالبانو مشرمولانا فضل الله دخبرو اختيار ومولانا صوفي محمد ته وركړ خو غوښتنه يې دا ده چې سوله هغه مهال كيدلاى شي چې ټولو وسله والو طالبانوته عامه بخښنه وشي.

خبري دسوات په مټه نومې سيمه كې په يوه نامالوم ځاى كې شوي دي .

ويل كيږي چې مولانا فضل الله مولا نا صوفي محمد ته دخپلو غوښتنو يو ليست وركړى چې پكي دا څو موهيمي نقطې هم يادي شوي دي . په مالا كنډ ډويژن كې شرعي نظام،له سوات څخه دپاكستاني پوځ وتل، دزنداني طالبانو خوشي كيدل، داعملياتو پر مهال داوښتو زيانونو تاوان وركول اوطالبانو ته دعامه بخښنې اعلان پكي شامل دي.     

Copyright Larawbar 2007-2024