کور / شعر / د ننګونو کور

د ننګونو کور


 


زما وطنه د پردو چمنه تا ته ژاړم
لکه باران ، تر سترګو نم تويوم
تاته حیرانه يمه
ته يې ويران کړې راته
په غرو ، رغو دي اور د جنګ پوري دی
د بم ږغونه تر غوږونو رسي
بچيان دي ټوله په مرګي محکوم دي
د ټګمارانو حاکمانو لخوا
ستا لاله زار د وينو رنګ اخستئ
زخمي زخمي يې د ننګونو کوره
ښایسته هوادي په بارودو توره