کور / تازه خبرونه / كندهار: د يوه طالب قومندان د وژلو ادعا كېږي

كندهار: د يوه طالب قومندان د وژلو ادعا كېږي

آيساف په كندهار كي د يوه مشهور طالب قومندان د وژلو ادعا كوي.
لر او بر ته رسېدلې خبرپاڼه وايي آيساف ځواكونو كندهار ته نيژدې د هلمند په ګريشك ولسوالي كي له افغان پوليسو سره يو ځاى عمليات كړي، چي د ملامحمود په نوم يو طالب قومندان يې وژلى دئ.
د خبرپاڼي پر اساس ملامحمود يې له خپلو ملګرو سره محاصره كړى وو، خو دا چي هغه ځان ونه سپارئ وژل سوى دئ.
د خبرپاڼي له مخي ملامحمود د كندهار په ولايت كي د طالبانو عملياتو ته اسانتياوي برابرولې چي په وژلو سره به يې د دوى په وينا د كندهار په امنيتي وضع كي ښه والى راسي.
آيساف ځواكونو پرون د لوګر په ولايت كي د شيرين آغا په نامه د يوه طالب قومندان د وژلو ادعا هم كړې، خو طالب جنګياليو د خپلو دغو قومندانانو د مړيني تائېد نه دئ كړى.