کور / تازه خبرونه / په خوست کې پنځه وسلوال نېول شوي دي.

په خوست کې پنځه وسلوال نېول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه یوولس بجې د خوست د صبریو په ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسلوال مخالفین نېول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پدغې عملیاتو کې ملي پولیسو او د ایتلاف ځواکونو برخه اخېستې وه. دوی یاده کړه چې پولیس ته کوم زیان ندی رسېدلی.