کور / تازه خبرونه / په بادغیس کې د پولیسو پر پوستې برید شوی.

په بادغیس کې د پولیسو پر پوستې برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر لر او بر ویبپاڼې ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب د دوشي پر پوسته وسلوالو برید کړی.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې د برید ځواب یې ورکړی او د وسلوالو دری تنه یې وژلي او یو یې ترې ټپي کړی.
دوی دا هم ویلي چې په برید کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.