کور / راپور / دميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د۳۶مي اوونيزي غونډې رپوټ

دميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د۳۶مي اوونيزي غونډې رپوټ

دميرمن کلتوري – ټولنيز بهير۳۶ اونيزه غونډه د روان لمريز کال د کب د مياشتې په دريمه نيټه د ګڼو خويندو په ګډون او د مينې منګل په وياندويې په استقلال ليسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړه شوه.


د غونډې ميلمانه په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي استازې آغلې شریفه زرمتۍ ، لیکوال او شاعران اجمل تورمان او امینزی وو.


په سر کې اريا حافظ د تيرې اونۍ ريپوټ ولوست بيا د بهير غړو په خپل وار سره پر ريپوټ خپل نظرونه څرګند کړل.

  خاطرې اسحق زۍ وويل ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ خو په سر کې يې بايد ليکلي وايې د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د شپږ ديرشمې غونډې ريپوټ ورپسې راحلې نوري هم د خاطرې د خبرو په پخلي سره وويل ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ او نو روخويندو هم خپل نظرونه څرګند کړل. ورپسې د بهير پر کارې مسائيلو خبرې وشوې ساهرې شريف وويل چې د جواز چارې ډيرې پر مخ تللې او انشآ الله ډير ژر به خلاصې شي راحلې نوري وويل د اتصادلاتو مخابراتي شرکت غواړي له ميرمن بهير سره اوږه پر اوږه کار وکړي کيدای شي چې د غونډو لګښت او يا خو د کتابونو د چاپ چارې پر غاړه واخلي غونډې  د جواز د اخیستلو او پروپوزل د چمتو کولو په برخه کې د آغلو ساهرې شريف ، اینجنیرې راضیې نعیمي ،توبا ندا، راحلې نوري او خاطرې اسحق زۍ د نه ستړي کیدونکي کار او فعالیت ستاینه وکړه .ورپسې  بيا هم د خبرو محور د بهير د ويب پاڼې(www.mirmanbaheer.org) په اړه څرخيده حمیرا کاوون دميرمن بهير د غړو او د ويب پاڼی د پياوړتيا او فعاليتونو ستاينه وکړه ، دې د خبرو مزی وغځاوه او زياته يې کړه که څه هم ميرمن بهير کوم ملاتړ کونکې نلري او نه يې هم غړي کوم امتيازلري خو بيا هم خپلو موخو ته رسيدلی که څه هم د هيواد په يو شمير ولايتونو کې څانګي لري خو ډير ژربه  د هيواد په ټولو ولايتونو کې څانګې ولري او دا بهير به د ځلانده لمر په شانې د ميرمنو د نړۍ په اسمان کې راڅرګند شي د غونډې دويمه برخه چې کره کتنې ته ځانګړې شوې وه د وريښمنې سعادت يو شعر وړاندي شو چې شعر يې دا دی:

د غمونو تور ماښام ؤ

د دردونو تور زندان ؤ

زړه مې تل پسي رنځور ؤ

پټ په زړه کې مې جانان و

بس زما ورته ډیر پام ؤ

ډير پر ما باندي دی ګران ؤ

نو وريښمنې چې ژړل دي

ستا په اوښکو کې پنهان ؤ

خاطرې وويل چې بايد د شعر لومړی بيت لاندي راشي او دويم بيت په سر کې وي ځکه چې ضمير بايد معلو م وي سپوږمۍ بيا خپل نظر داسي څرګند کړ و يې ويل دغه فرد چې وايې زړه مې پټ پسي رنځور دی ډير ښه ليکل شوی او کيلواله بڼه لري او شعر هم ښه ؤ حميرا کاوون وويل شعر ښه ؤ زما يې تخيل خوش شو او د بهير نور غړو هم دې ټکي ته پام سره چې دا د وريښمنې لومړني شعرونه دي  په ټوليزه توګه شعر  ښه وارزاوه دريمه برخه چې د مشاعرې وه او د شمشاد ټلويزون هم ريکارد وله د اوږۍ اميل په شعر سره پيل شوه ورپسې اريا حافظ ، مينه مسعود ، حميرا کاوون ، رڼا ساپۍ ، سولې نيازۍ ، اديبې اديب ، لطيفې ، برښنا ساپۍ ، وریښمینې سعادت ،مينې منګل ،اجمل تور مان ، همت اله  امين زي  په خپل وار سره خپلې غزلې ، طرحې او نظمونه ولوستل دا راز په غونډه کې د تکړه او نوښتګرې شاعرې حمیدې پکتیانۍ شعرونه هم ولوستل شول چې له تاوده هرکلي سره مخ شول .د غونډې په وروستيو شيبو کې اجمل تورمان د ميرمن بهير د غړو ستاينه وکړه او وي ويل چې مونږ ډير پخوا لا غوښتل چې ميرمنې داسي يو بهير ولري خو زه نن ډير خوشحاله يم چې  دا بهير جوړ او پر خپلو پښو ودريد او انشاه الله د همدې بهير غړي به ددې جوګه شي چې په وزارتونو ،پارلمان ،  رياستونو او نور دولتي او شخصي دوايرو کې ونډه ولري او په خپل دغسې پشت کار سره به نور هم پرمختګ وکړي  د غونډې په پای کې د پچې له مخې حميرا کاوون او يلدا د اونۍ غوره نجونې وټاکل شوې او د مصور خپرندوی بنسټ له خوا کتابونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول. په غونډه کې آغلو ساهرې شریف،شریفې زرمتۍ ،تورپیکۍ مومند، خاطرې اسحق زۍ، مينه مسعود، راحلې نوري ، ماریا صدیقي ،شهناز بابکرخیل، حميرا کاوون ، خاطرې شینوارې، رڼا ساپۍ ، سولې نيازۍ ، اديبې اديب ، لطيفې ، برښنا ساپۍ ، وریښمینې سعادت ،مينې منګل ،ښکلا، اوږۍ اميل، مرضیې ، یلدا ، ملالۍ او ګڼو نورو خویندو ګډون کړی و.

غونډه د مازديګر پر څلورو بجو پايته ورسيده.

یاده دې وي چې دمیرمن کلتوری ـ ټولنيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې(خالي) ورځې د ماسپښین په یوه نیمه بجه د استقلال په لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړیږي.