کور / شعر / غزل

غزل

سترګو كې د يار ومه راپريوتم
اوښكه وم يادګار ومه راپريوتم
ستا له اورني رخساره پورته شوم
اور ومه انګار ومه راپريوتم
جام چې دې پر سر د ښكلا واړاوه
مست غوندې خمار ومه راپريوتم
ورك شومه د مينې په دوه لاره كې
سترګې دې پر لار ومه راپريوتم
ستړى له مودو نه پاتې شوى وم
څړيكه د پرهار ومه راپريوتم
پښو كې دې د حسن د سجدې په دود
هسك غوندې چنار ومه راپريوتم 



ښكلا
ښكلا د ښكليو ښكليو او جفا د ښكليو ښكليو
يو ځاى دې كړه خالقه بس په خوا د ښكليوښكليو
كه مينه ده كه كركه له ښكلا ځينې رااوري
ما كركه ده ليدلې په رښتيا د ښكليو ښكليو
زماپه تصوركې چې تل ځاى لري ښكلا ده
ډېر ډېرمې ځوروي ناز او ادا د ښكليو ښكليو
څښتن د كائناتو ده ښكلا هرځاى شيندلې
دا لروبر جهان ډك په ښكلا د ښكليو ښكليو
سيندونوكې ښكارېږي او په غرونوكې هم ښكاري
هرځاى او په هرڅه كي شته ځلا د ښكليو ښكليو



ژړماځیګر
ژړماځیګړچې به سویاد به دي وي
زه اوته دواړه به بهرته وتو
چیري دکلي لیري لیري خواکي
درنګارنګ ګلونوبڼ ته به تلو
ته به له کوره دماشوم په پلمه
او
ژړماځیګرچې به سویادبه دي وي
له مورنه پټه پټه هاخواراغلې
زه به هم هلته دتفریح په بانه
ټول سترګه سترګه ومه
لارمي څارل
تابه هم ډیره تلوسه لرله
ماته نیژدي به چیرته کښینستلې
ښکاره به تاماشوم په غیږکي ټینګ کړ
ورته مسکۍ به سوې
اوښکل به دي کړ
خوپټ په سترګوکي دي ماته ویل
دتصورپه شنډوتاښکلوم
تاته مسکیږم
یاره تایادوم



مړه سوې هیله
هرلمحه دژوندون ستړې هرګړی عذاب عذاب دی
هرمنزل دی اوراخیستی هرمزل په اورکباب دی
دمایوس ژوندانه زوردی دخوښیوکډه تللې
هره هیله ده مړه سوې هرامیدسراب سراب دی
نن مي بیازړګی تخنیږی دچایاددی پری رااوري
عجیبه غوندی نشه ده هجیبه شان اضطراب دی