کور / تازه خبرونه / جلال اباد:ځان مرګي بريد شپږ تنه ټپیان کړل

جلال اباد:ځان مرګي بريد شپږ تنه ټپیان کړل

شاوخوا لس بجې د جلال اباد د قول اردو مخې ته یو ځان مرګی برید ترسره شو. د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وایي ځان وژونکي چې صرف موټر ورسره و د ایتلافي ځواکونو له راتګه مخکې ځان والوزو او ۶ تنه ولسي وګړي يې ټپیان کړل، چې درې تنه پکې کوچنيان دي. نوموړی وايي چې د درې تنو ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړدی. وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې او وايي چې بريد د دوی يو ملګري عيدالرحمان ترسره کړی چې لس تنه بهرني سرتيري يې وژلي او د هغوی دوه ټانګونه يې ويجاړ کړي دي. بل پلو په ننګرهار کې مېشت ايتلافي ځواکونه بريد مني خو وايي چې دوی څېړنې پیل کړي او نور جزيات به رسنيو ته وروسته په واک کې ورکړي.