کور / تازه خبرونه / كاناډا: د افغان مقاومت ماتول امكان نه لري

كاناډا: د افغان مقاومت ماتول امكان نه لري


د كاناډا صدراعظم سټيفن هارپر د امريكايي تلوېزون سي، اين، اين سره په يوه ځانګړې مركه كي وويل، چي په افغانستان كي د خارجيانو پر ضد د مقاومت ماتول هيڅ امكان نه لري.
نوموړي د افغانستان تاريخ ته په اشارې سره وويل چي د دې هيواد خلك د بهرنيو يرغلګرو سره سخت حساسيت لري او د تاريخ په اوږدو كي هيڅ يوه هيواد تر خپل تسلط لاندي نه دئ راوستلى.
د سټيفن هارپر په وينا بهرني ځواكونه او امريكا بايد د جنګ ترڅنګ د افغانستان د ودانولو په فكر كي سي او په هيڅ ډول  دي د دې هيواد نيولو نيت نه كوي.
كاناډايي صدراعظم دوې ورځي دمخه دا هم ويلي وو، چي كه ناټو په افغانستان كي ماته وخوري د دغه تړون تاريخي يووالى به هم ورسره دړي وړي سي.
كاناډا په افغانستان كي د ۲۵۰۰ په شاوخوا كي عسكر لري چي ډېر يې د كندهار په ولايت كي مېشت دي.