کور / تازه خبرونه / فرانسې افغانستان ته ځانګړى استازى وټاكئ

فرانسې افغانستان ته ځانګړى استازى وټاكئ


د فرانسې جمهور رئيس نيكولاى سركوزي د خپل هيواد يو مشهور سياستوال افغانستان او پاكستان ته د ځانګړي استازي په توګه ټاكلئ دئ.
د فرانسې له جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي، چي ښاغلي سركوزي د پيري ليلوچ په نوم يو تجربه كار سياستوال افغانستان ته د ځانګړي استازي په توګه نوموړلى دئ.
د امريكا د نوي حكومت په راتګ او دغه هيواد ته د امريكا د خوا د ځانګړي استازي له لېږلو څخه وروسته داسي ښكاري چي د ناټو غړي هيوادونه افغانستان ته د ځانګړو استازو په لېږلو كي له يو بل سره سيالي كوي.
د اوباما له خوا د ريچارډ هولبروك تر نومولو وروسته، برتانيې، جرمني، جاپان او دا دئ فرانسې هم افغانستان او پاكستان ته ځانګړى استازى ونوماوه، چي په وينا يې د امريكا له ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك سره به د افغانستان په چارو كي مرسته كوي.
د ښاغلي ليلوچ د نوموني اعلان لا تر اوسه په رسمي ډول نه دئ سوئ، خو د فرانسې د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي د هغه د ټاكني اعلان به د راتلونكي اونۍ له شروع سره سم وسي.
اووه پنځوس كلن پيري ليلوچ د ولسمشر سركوزي د يو، ايم، پي ګوند غړى او ولسمشر ته نيژدې او باوري كس ګڼل كېږي، نوموړى د فرانسې په پارلمان كي د دفاعي كمېټي غړى هم دئ.