کور / شعر / اسدالله دانش ته ډالۍ

اسدالله دانش ته ډالۍ

(د جلال خپلواک پر ځمکه)

اتبار پرې  مه ساته قلم يې په لاسونو کې دى
لکه خودکش نيولى بم يې په لاسونو کې دى
ددې سړي د هوښيارۍ په هکله هېڅ نه وايم
ته ګورې نه څومره عالم يې په لاسونو کې دى
دغه سپين ختى چې دا ګوتو کې تسپې اړوي
زما د مرګ کړى قسم يې په لاسونو کې دى
ته سترګې وخورې دومره ړوند يا لېونى خو نه يې
په خوله يې مه تېروځه غم يې په لاسونو کې دى
تر خپله حده يې دعوه د خدايۍ هم کړې ده
وايي جنت او جهنم يې په لاسونو کې دى
د څو کسانو په سلا عمر دراز مروته
د ګردې سيمې لوى او کم يې په لاسونو کې دى