نن (شنبه د غويي نولسمه ) د پكتيا ولايت د احمد خيلو پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لخوا د شپي په يوه بجه بريد شوئ چي د پوليسو له كلك مقاومت سره مخ شوئ دئ .
جګړي ۳ ساعته دوام كړئ او په ترڅ كي يي د طالبانو ۹ جسدونه او يو تن ټپي د جكړي په ميدان كښي پاتي شوي او څلور تنه پوليس هم سر سري ټپيان دي چي د درملني لپاره د اريوب ځاځيو ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي دي .
ټپي تن وسله وال چي دا مهال تر درملني لاندي دي په خپلو لمړنيو څرګندونو كي يي ويلي چي د پاكستان له ټل څخه راغلئ او دا نور يي هم ټول خپل ملګري دي .
جسدونه د ولايت مقام په لارښوونه د پكتيا سري مياشتي ټولني ته سپارل كيږي ، دا چي په بريد كي پوليسو ښۀ شهامت ښودلۍ ، د پكتيا والي ښآغلي جمعه خان همدرد لخوا يې قوماندان په ستاينليك او ساتونكي يي په نقدي مرستو ستايل سوي دي .