کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۱ نیټه. 


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د غبرګولي د میاشتې د لومړۍ نیټې رسیدو او د ولس مشر کرزي د کار دوام ته په اشارې لیکلي دي چې کرزې د قانون د یوې کودتا په درشل کې دې.


ورځپاڼې په عینې حال کې د افغانستان د سترې محکمې د هغې پریکړې یادونه هم کړې چې له مخې يې ولس مشر کرزې او دوه مرستیالان يې خپل کار ته دوام ورکولې شي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې شتو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا راتلونکي انتخابات به په شفافه توګه ترسره شي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان په روانو پیښو تبصره کړې او د سوات د درې د اوسیدونکو بې ځایه کیدو ته په اشارې لیکلي دي چې سواتیان د افغانانو له زړونو خبر شول. 


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د اجراوي مدیر په توګه د زلمي خلیلزاد د ټاکنې لپاره د ځینو لویدیځو هیوادونو لیواتیا په اشارې لیکلي دي چې افغانستان اوس په داسې یو حالت کې ندې چې د مقدراتو پریکړه يې پردي وکړي.


ورځپاڼې له ولس مشر کرزي سره د کندهار، هلمند او ارزګان ولایت د قومي مشرانو د لیدنې تفصیلي رپورټ هم خپور کړې او د هغوې په حواله يې لیکلي دي چې دولت باید د امنیت ټینګښت او بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي.


ورځپاڼې په پاکستان کې د طالبانو په فعالیت او د هغوې د نفوسو د سیمې په پراخیدو هم تبصره کړې ده. 


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه دا اټکل کړې چې زلمې خلیلزاد به په راتلونکي حکومت کې یو مهم پوسټ ولري.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي که چیرې دا کار وشي نو ایا د ملت د بابا لقب به حامد کرزي ته ورکړاې شي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا اندیښنه څرګنده کړې چې افغان ځواکونو ته ورل کړل شوې وسلې د مخالفینو لاس ته پرېوزي.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې بیا د امریکا چارواکو دا وینا راغستې چې طالبان ددوې د سرتیرو په خلاف کیمیاوي مواد کاروي. 


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې په افغانستان کې طالبان په جنګ امریکايي وسلې کاروي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په کنړ کې له طالبانو نه په یو جنګ کې د پاتې شویو وسلو څیړنه وښودله چې د هغوې ځینې وسلې او مهمات امریکايي دي او ممکن هغه يې له افغان خواکونو نه ترلاسه کړیدي.


په ورځپاڼه کې په امریکايي چارواکو دا انتقاد هم شوې دې سره له دې چې پوهیږي د طالبانو او القاعده اډې په پاکستان کې دي خو د هغوې پر ضد اقدام نه کوي. 


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد پخپل لومړي مخ کې د راتلونکو انتخاباتو او په هغو کې د دولتي کارکوونکو د نه مداخلې په اړه د ولس مشر کرزي فرمان خپور کړې دې.


خو اصلاح بیا هم د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره کړې او لیکلي دي چې ددې ستونزې دوام به ټولې هڅې ناکامه کړي. 


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان او پاکستان کې د وسلوالو په خلاف روانو عملیاتو ته په اشارې لیکلي دي چې د امنیت د تبنګښت هیلې پیدا شویدي. خو د خلکو په بې ځایه کیدو اندیښنه څرګنده شوې ده.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې لیکلي دي چې افغان دولت په پام کې لري چې د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره د پولیسو نور سرتیري هم وروزي. 


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د غبرګولي د لومړۍ نیټې رسیدو ته په اشارې د ښاغلي کرزي یو ستر انځور خپور کړې دا پوښتنه کړې چې ایا ولس مشر کرزي اوس هم ولسمشر دې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ځینو دولتي او نړیوالو موسیسو انتقاد کړې چې د موانعو په جوړولو سره کابل په یوې جنګي قلعه بدل کړې دې.