کور / تازه خبرونه / تازه خبر : په کندهار کي د ناټو جيټ الوتکه راوغورځيده

تازه خبر : په کندهار کي د ناټو جيټ الوتکه راوغورځيده

F16 gevechtstoestel


لږ مخکي د کندهار دهوايي ډګر ته نژدې د ناټو ځواکونو يوه جنګي جيټ الوتکه راوغورځيده ، دا خبره د طالبانو وياند قاري يوسف په کندهار کي د لراوبر خبريال ته د ټيلفون له لاري وکړه ، قاري يوسف وويل چي دا جنګي جيټ الوتکه د هغه په وينا ددوی د مجاهدينو لخوا وويشتل سوه ، بله خوا د ناټو او ايساف مطبوعاتي دفتر په کندهار کي دجيټ الوتکي راغورځيدل مني مګر وايي چي دا الوتکه ويشتل سوې نه ده بلکي د تخنيکي ستونزو له امله راغورځيدلې ده ، پرون هم په کندهار کي يوه روسۍ الوتکه راوغورځول سوه چي طالبانو يې د ويشتلو دعوه وکړه خو ناټو هغه هم دتخنيکي ستونزو قرباني وبلله ، په ننۍ جيټ الوتکه کي ۲ تنه  چي د پراشوټ پذريعه غورځيدلي سطحي ژوبل سوي او په پرونۍ کي ۱۶ تنه ووژل سوه .