کور / د ماشومانو نړۍ / ماشوم چاته ويل کېږي؟

ماشوم چاته ويل کېږي؟

ټول هغه انسانان چې د کوچنيوالي لۀ عمر څخه اوښتې وي ماشوم او ماشوتوب پېژنې ، ځکه چې يو مهال دوی پۀ خپله ماشومان وو او د کوچنيوالي پړاو يې ليدلی دی، خو لۀ دې سره سره د ماشوم د تعريف او پېژندنې پۀ اړه ډول ډول علمي مالومات شته. د اسلام مبارک دين د ماشوم او د ماشومتوب پړاو پۀ اړه خپلې څرګندونې لري، پۀ ملي او نړيوالو قوانينوکې هم د ماشوم پېژندنې پۀ اړه يو لړ څرګندونې شته او د ارواپوهنې علما بيا کوچنيان د خپل ليد لوري لۀ مخې راپېژني، موږ هم دلته ماشوم د اسلامي شرعيت ، قوانينواو ارواپوهنې لۀ مخې څېړو.
پۀ اسلامي شرعيت کې د کوچني پېژندنه :

علامه ابن اثير پۀ اسلام کې ماشوم داسې راپېژني: ” پۀ عربي ژبه کې ماشوم ته ( طفل ) وايي، چې اطفال، طفله، طفل او نور د نوموړې کلمې د ډېرګړي ( جمع ) لۀ پاره کارول کېږي. طفل پۀ لغت کې ( صبي ) ( ماشوم ) ته وايي ، چې د صبي کليمه د نرينه او ښځينه ( مذکر او مونث ) او د دواړو د جمعې لۀ پاره هم راځي، او د شرعيت پۀ اصطلاح کې صبي ( ماشوم ) هغه چاته ويل کېږي ، چې د ځوانۍ پړاو ته نۀ وي رسېدلی، يعنې بالغ شوی نۀ وي ، چې دا پړاو د مور لۀ ګېډې څخه لۀ زوکړې نيولې او ځوانۍ ته تر رسېدو پورې وي”.1

د ځلميتوب او بلوغ پړاو پۀ انسانانو کې سره لږ څۀ توپير لري، پۀ دې مانا چې انسانان نرينه او ښځينه لۀ نهۀ کالنۍ څخه نيولې تر شپاړس لس کالنۍ پورې د ځلميتوب او بلوغ پړاو ته رسېږي، يعنې چې ځينې يې ژر او ځينې يې پۀ ځنډ سره . بل توپير دادی ، چې نجونې تر هلکانو ژر بلوغ ته رسېږي.

پۀ اسلام کې هغه انسانان چې بلوغ ته نۀ وي رسېدلي ځانګړي حقونه او و جايب لري، لکه : پۀ جزايي برخه کې عادي محبس ته استول کېږي نۀ محکمې ته، پۀ جنايي جرمونو کې يې پۀ خپل ځان ګواهي او اقرار نۀ منل کېږي ، همدارنګه پۀ نورو ډېرو برخو کې هم ورسره د ماشومانو د قوانينو لۀ مخې چال چلند کېږي؛ خو کله چې مسلمان بالغ شي نو داسلامي شريعت لۀ مخې ټول هغه حقونه ترلاسه کوي چې نوربالغ مسلمانان يې لري، خو که جرم ، جنايت او ګناه وکړي نو د ماشومانو د قانون او حقوقو لۀ مخې ورسره پرېکړه نۀ کيږي، بلکې شرعي حد پرې پلی کيږي، پۀ دغه صورت کې د عادي محبس پرځای محکمې ته استول کيږي او د اسلامي محکمې لۀ پرېکړې سره سم به ورته سزا ورکول کيږي.

پوښتنه داده چې د اسلام پۀ مبارک دين کې د عمر کوم پړاو کې يعنې پۀ څوکالنۍ کې انسان بالغ ګڼل کيږي، چې د عمر هغه بريد ته پۀ رسېدو يې د کوچنيوالي دوره پای ته رسېږي؟

د ماشوم پېژندنی پۀ اړه د علامه ابن اثير تعريف لۀ قرانکريم څخه اخيستل شوی دی ، پۀ دې اړه د قران کريم د ( نور) سورت پۀ نهۀ پنځوسم ايات کې راغلي دي: ” واذابلغ الاطفال منکم الحلم فليستأذنوا کما استأذن الذين من قبلهم “. 2
ژباړه: (( کله چې ستاسو ماشومان بلوغ ( ځوانۍ) ته ورسېدل نو اجازه دې واخلي لکه څنګه چې له دوی نه مخکې کسانو اجازه اخيستله )).

ډېری ديني علما د ( الحلم) کليمه ( ځوانۍ ته د رسېدو) پۀ مانا تفسيروي، د ځوانۍ مرحلې ته د رسېدو نښې نښانی پۀ نجونو کې دا وي، چې مياشتنۍ ناروغي ورته پيدا شي او پۀ هلکانوکې دا وي چې لۀ احتلام سره مخامخ شي ( پۀ خوب يا پۀ ويښه کې انزال وکړي او غسل پرې واجب شي).

لکه وړاندې مو چی يادونه وکړه پۀ نجونو او هلکانو کې ځوانۍ ته د رسېدو عمر توپيرلري، پۀ نجونوکې لۀ نهۀ کالنۍ څخه نيولې تر ديارلس کالنۍ پورې او پۀ هلکانو کې لۀ ديارلس څخه نيولې ترشپاړس کالنۍ پورې د ځوانۍ نښې څرګندېږي.

د ماشوم لۀ پيدا کېدو څخه وروسته د عمر پړاوونه پۀ پينځو برخو ويشل کيږي:
۱ ـ کوچنيوالی، ۲ـ هلکتوب، ۳ ـ ځواني ( ځلميتوب، پېغلتوب ) ،۴ ـ لويوالی، ۵ ـ زوړوالی.

” حضرت محمد (ص) د انسان د ودې لومړي پړاوونه پۀ دريو مهمو برخو ويشي او فرمايی: ” الولد سيد سبع سنين وعبد سبع سنين و وزيرسبع سنين”.
يعنې ماشوم پۀ لومړيو اوو کالو کې پاچا او سرخېل وي، پۀ دويمو اوو کالو کې مطيع او مريه وي او پۀ وروستيو اوو کالو کې وزير او مسوول وي .
د حضرت محمد ( ص ) د دې وينا لۀ الهام سره تر يوويشت کالو د انسان د ودې او لوېدا پړاوونه پۀ د رېو پړاوونو وېشل کيږي، پاچاهي ، اطاعت او وزارت. دا درې پړاوونه لۀ وړوکوالي، هلکتوب او ځلميتوب سره سمون خوري”.3

د ملي او نړيوالو قوانينو لۀ مخې د ماشوم پېژندنه :

دملګرو ملتونو د کوچنيانو د کنوانيسيون پۀ لومړۍ ماده کی راغلي دي، چې: ” ددې کنوانسيون پۀ نظر هر انسان چې لۀ اتۀ لس کالنۍ څخه ټيټ عمر لري ماشوم ورته ويل کېږي”.4
دافغانستان پۀ قوانينو کې هم د ماشومتوب عمرپۀ اتۀ لس کالنۍ کې پای ته رسېږي، چې دغه عمر د ايران او پاکستان پۀ دودو قوانينو کې هم د اتۀ لس کالنۍ پۀ عمر پای ته رسېږي.

” پۀ يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم د ماشومتوب او تنکي ځلميتوب دوره تر اتلس کالنۍ پورې ده، پۀ لبنان کې د (۱۹۳۲) کال د قانون د( ۲۱۵) مادې پر بنسټ ، د سوريې د (۱۹۴۹) کال د مدني قانون د (۴۶) مادې د دويم بند پر بنسټ ، پۀ عراق کې د (۱۹۸۰) کال د ماشومانو د ملاتړ پۀ برخه کې د دغه هېواد د قانون د د درېمې مادې د لومړي بند پر بنسټ ، پۀ اردن کې د( ۱۹۷۶) کال د مدني قانون د (۴۳) مادې د دويم بند پر بنسټ اوپۀ مراکش کې ددغه هېواد د قانون د (۲۰۹) مادې پر بنسټ اتلس کالن عمر د ماشومتوب او تنکي ځلميتوب دوره پای ته رسوي. پۀ مصر کې د (۱۹۴۸) کال د مدني قانون د (۴۴) مادې د دويم بند پر بنسټ ، پۀ ليبيا کې د (۱۹۵۳) کال د مدني قا نون د (۴۴ ) مادې د دويم بند پربنسټ او پۀ کويټ کې د (۱۹۸۰) کال د مدني قانون د (۹۶) مادې د دويم بند پر بنسټ د ماشومتوب او تنکي ځلميتوب دوره پۀ (۲۱) کالنۍ کې پای ته رسېږي، دغه دوره پۀ تونس کې د دغه هېواد د شخصيه احوالو د قانون د(۱۵۳) مادې پر بنسټ (۲۰) کاله ، د الجزاير د مدني قانون د (۴۰) مادې پر بنسټ (۱۹) کاله ټاکل شوېده “.5

اخځليکونه:
۱_ علامه ابن الاثير، النهايه في غريب الحديث والاثر،٥٦٥ مخ.
٢_ قرانکريم، نور سورت،٥٩ ايات.
٣_ درانی، عبدالرحيم،د کوچنيانو روزنه، دانش خپرندويه ټولنه،١٣٨٠ کال،٢٠ مخ. (مکارم الاخلاق ٢٢٢ مځ ) .
٤_ پوهندوی دوکتورغلام دستګير حضرتي او پوهنمل عبدالحق،اموزش حقوق طفل،کيميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان،١٣٨٢، ٣٣،مخ.
٥_ کعبه راستين تهراني او ډاکټر نجما يساري، کتاب درسي ماکس پلانک برای حقوق فاميل افغانستان، دويم چاپ، ۱۳۸۸ کال، ۱۶۱ مخ