کور / تازه خبرونه / طالبان : د سرپل ولایت امنیه قوماندان ووژل سو

طالبان : د سرپل ولایت امنیه قوماندان ووژل سو

طالبانو اعلان وکړ چی نن سهار یې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د انګور باغ په سیمه کی د مزار ـ شبرغان پر لویه لار د ماین په چاودلو سره د سرپل ولایت د امنیه قوماندان د سپرلی موټر والوزاوه چی د قوماندان په شمول پنځه عسکر هم پکښی ووژل سول ، هغوی د مزار شریف څخه سرپل ته روان وو .
خبر زیاتوی چی په همدې سیمه کی د یوې بلی چاودنی له امله د اردو یو رینجر موټر والوزول سو چی شپږ عسکر پکښی مړه او ژوبل سول .