کور / تازه خبرونه / کندهار : شپږ پوليس ووژل سول

کندهار : شپږ پوليس ووژل سول

په کندهار ښار کي شپږ تنه پوليس ووژل سول . نوموړي پوليس تېره شپه په دريالسمه حوزه کي وژل سوي . د يوه تن امنيتي چارواکي په وينا چي وژل سوي پوليس لومړى د روژه مات پر وخت مسموم سوي او وروسته بيا په ډزو وژل سوي دي . د کندهار ولايت د مېروېس روغتون ډاکټران وايي چي د يادي سيمي څخه يې دوى ته د شپږو تنو پوليسو جسدونه ور وړي دي . چي په وينا يې پر سرونو ويشتل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي وسلوالې ډلي څه نه دي ويلي .