کور / سياسي / ګیټس باید د ځان په ځای د امریکا د پردې غم وکړي

ګیټس باید د ځان په ځای د امریکا د پردې غم وکړي

دادئ ،دامریکایي پوځ دیوپیژندل شوي او مهم مشر جنرال سټینلي مک کرسټل داستعفی موضوع له نه ده سړه شوې چې په یوه بل مهم مشر یې هم ځمکه تبۍ شوه او داستعفی خبره کوي ،دخبري راپورونه له مخې دپینټګان ترټولو مهم چارواکي او دامریکاددفاع وزیر رابرټ ګیټس پرون په ډاګه کړه چې په نږدې راتلونکي کې به خپله دنده پریږدي .

ګیټس څوک دئ ،رابرټ مایکل ګیټس همدااوس دامریکاپه پوځي او استخباراتي کړیو کې یوترټولو پرنفوذه شخص بلل کیږي چې دخپلولوړو زدکړو له ترسره کولو وروسته یې په ۱۹۶۶ میلادي کال کې خپل کار دامریکا دمرکزي استخباراتو له ادارې ( CIA) سره له خدمته پیل کړی چې بیاد تیرولسمشربوش په دوره کې دامریکاددفاع دوزیرپه توګه وټاکل شو،نوموړي دبوش ددورې دیوازیني وزیرپه توګه داوباما په دوره کې هم خپل کارته دوام ورکړ،ویل کیږي چې ګیټس ته په پینټګان برسیره په امریکایي استخباراتي کړیو کې هم دیوه مهم او کارنده شخص په سترګه کتل کیږي دغه رازنوموړی هغه یوازیني امریکایي استخباراتي چارواکی بلل کیږي چې له عادي اوخورا ټیټې جاسوسي وظیفې نه د(CIA) دمشرتوب ګدۍ ته رسیدلی دی اودوه کاله یې دغه دنده په مخ وړې .

لوړو یادوشویو حقایقواودګیټس پوځي مقام ته په پام سره دنوموړي استعفی ښایي کوم عادي خبره نه وي او نه یې عوامل عادي بلل کیدای شي ، دډیرو له انده دجنرال کرسټل له استعفی وروسته ددفاع دوزیر داډول خبرداری شایددافغانستان د جګړې دناکامۍ یوله هغو مقدماتي نښانو څخه وي چې امریکایي مطبوعات یې دپټولو هڅه کوي خوهغه په بل شکل بروز کوي .

په تیرو نهو کلونو کې چې دګیټس په ګډون ګڼو امریکایي پوځي او استخباراتي پالیسي جوړونکو په افغانستان کې دخپلو پالیسیو اپوټه نتیجې په خپلو سترګو لیدلې او ټولې لاستپونې یې نامراده شوې له اټکل لري نه بریښيده چې دغه باتجربه او په وضعیت پوه مشران به دماتې دشرمیندګۍ له منلو داسې نه توجیه کیدونکې تیښته کوي ، ځکه په نړیوالو سیاست بازیو کې که داستعفی کلچر هرڅومره نوروجوهات هم ولري خو ډیرځله د پیغور او شکست دپیټي دسپکولودوسیلې په توګه کار ترې اخیستل کیږي ، معمولاپه سپورتي اونورو نړیوالو سیالیو کې که کوم څوک لوړ مقام ته رسیږي نو دریکاډ له جوړولو وروسته سمدستي له خپل همدې فن څخه ددې لپاره استعفا وړاندې کوي چې هسې نه بل ځل شکست وخوري او دماتي پیغور ورلغاړې شي .

دې په پام سره مک کرسټل چې ځان دعراق فاتح بولي او ګیټس چې په امریکایي استخباراتو کې دیوه نابغه په نظر ورته کتل کیږي ښایي همدا موقع غنیمت بللي وي چې دافغانستان ماموریت خویي هسې هم په ماته محکوم بریښي نوښه به داوي چې لږترلږه خو خپلې اوږې ترسپکې کړي ترڅو یي ګټلي اعتباراغیزمن نه شي .

دامریکایي پوځي مشرانو دغه انفرادي هڅي به ددوی په حق کې ښایي مثمرې وي خوښه به داوای چې دغو خپل چارو پوځي مشرانو دځان په ځای دخپل هیوادامریکا دابروساتنې غم کړی وای او په ګډه یې یوه داسې ستراتیژي جوړې کړې وای چې په پایله کې یې امریکاپه ابرومندانه توګه دافغانستان ماموریت پای ته رسولی او پوځیان یي په خپلو پښو ترخپلو کورنیو رسیدلي وای ،

دګیټس استعفابه نوموړی په افغانستان کې دشکست دجام له غړپ کولو خلاص کړي خو دده هیواد که په همدې ستراتیژۍ ټینګ پاته شي کله به هم له دې پيغوره ځان خلاص نکړي .