کور / تازه خبرونه / پکتيکا : د يو شمېر شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

پکتيکا : د يو شمېر شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته دآى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په پکتکا ولايت کي يې يو شمېر شکمن کسان نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کسان يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کي چي د بهرنيو او افغان ګډو ځواکونو له لوري ترسره سوي نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه عمليات د يوه طالب قوماندان چي طالب جنګياليو ته يې چاودېدونکي توکي او هغوى يې پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندي بريدو ته رهبري کول ترسره کړي . په خبرپاڼه کي د نوموړي د نيولو او يا نه نيولو خبره نه ده سوې او نه هم پکښي د شکمنو کسانو کره شمېره په ګوته سوې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .