کور / تازه خبرونه / د پاکستان صدراعظم کابل ته راځي

د پاکستان صدراعظم کابل ته راځي

ټاکل سوې ده چي د پاکستان صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني نن د شنبې په ورځ په يوه دوه ورځني سفر کابل ته ورسېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له ښاغلي ګيلاني سره به د کابيني لوړ پوړي وزيران او پاکستاني سوداګر ملګري وي، چي له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړ پوړو مقاماتو سره به وګوري.
يوسف رضا ګيلاني ته دوې اونۍ دمخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په يوه تلېفوني تماس کي له کابل څخه د ليدني بلنه ورکړې وه.