کور / تازه خبرونه / د ۵۲ بلیونو ډالروکومک سره سره افغانان له لوږی مری

د ۵۲ بلیونو ډالروکومک سره سره افغانان له لوږی مری

د انګلستان ( اندپنډنټ ) ورځپاڼه راپور ورکوی چی امریکا په افغانستان کی ۵۲ بلیونه ډالره مرسته کړې خو د دې ستر مبلغ د ورکړې سره سره افغانان د لوږی څخه مری . راپور وایی چی د دغو ۵۲ بلیونو ډالرو ( یعنی ۳۳ بلیونو پونډو ) څخه ۶۶٪ یې د امنیت ( لکه پولیسو ، اردو ، استخباراتو ) لپاره او فقط ۳۳٪ یې د اقتصادی ، اجتماعی او سیاسی انکشاف لپاره ورکول سوي دي ، نو ځکه هغه د دیرش ملیونو افغانانو پر ژوندانه اثر نه دی کړی . راپور وایی چی ۹ ملیونه افغانان بیا هم په مطلقه لوږه کی شپې سبا کوی او پنځه ملیونه هم د میاشتی ۴۳ ډالره عاید لری او متباقی نفوس کولای سی چی د خوړلو لپاره ډوډۍ او د تودولو لپاره لرګي رانیسی .
راپور وایی چی د دې مصیبت اصلی علت فساد دی چی نه یې امریکایان او نه یې هم اروپایان مخ راګرځولای سی ، لکه څنګه چی افغانستان همدا نن د ۱۷۸ هېوادو له منځه د فساد له مخی د نړۍ درېیم مقام لری .