پیشو او موټر
حاجي امين باوري
وو نه وو یو هلک وو. د هلک نوم احمد وو. احمد له خپل پلار سره په یو لوی
کور کی ژوند کاوه. د هلک یوه توره خوله او یوه توره
پیشو وه. پیشو به یی ډیره نازوله. او ډیر خواړه به یی ورکول. پیشو ډیره
چاغه شوی وه او له ځایه یی حرکت نه شو کولای
***
هلک له پیشو ډیر په تنګ شوای وو. یوه ورځ یی پیشو له ځانه سره باغ ته
ویوړله او هلته یی ایله )خوشی( کړه. پیشو چی شاوخوا
وکتل نو هیڅ څوک یی ونه موند نو له باغه ووته او د سرک په لور رهی شوه.
څو دقیقی چی لاړه نو یو لوی موټر په مخه راغی.
موټر هارن وکړ. پیشو ډیره وویریده. په قار یی موټر ته وکتل او میو یی وکړ.
***
هلک له باغه بیرته کورته راغی. له خپل کاره ډیر پښیمانه وو. یو ساعت
وروسته بیرته باغ ته لاړ. ها خوا دیخوا یی ډیر وکتل خو
پیشو یی ونه لیده. هیڅ یی هم له لاسه نه کیده. د دیوال په خوا کی کیناست
او په ژړا یی پیل وکړ. خو هیڅ یی هم له لاسه نه کیده.