کور / راپور / هرات: افغان مېرمن د بدلمنۍ څخه د انکار له امله سرغوڅ سوه

هرات: افغان مېرمن د بدلمنۍ څخه د انکار له امله سرغوڅ سوه

بدلمنۍ نه انکار په پاېله کې د افغان میرمنې سرغوڅ شوي، داپه سېمه کې د تاوتریخوالې لوړه کچه ده.

بشری حقونوادارې اوپه امریکاء کې د بخښنې سازمان نړیوال سازمان وايي داپه سېمه کې دافغان ښځواوانجونوپروړاندی د تاوتریخوالې لوړي کچې نمونه ده.
میرمن سوزن نوسیل د بخښنې نړیوالې اداری اجرائیوی مشرېې دافغانستان په لویدیز ولایت هرات کې دهغه ځوانۍ میرمنې رپورټ په اړه اعلامیه خپره کړی چې د خپلې خواښۍ له لوری بدلمنۍ ته هڅول شوي وه.اودانکارپه ترڅ کې يي سرپری شوي.

راپورکې راغلې ((د میرمن ماه ګل دردونکې برخلیک د ښځواوانجونو پروړاندی، د خپل ډول لوړې کچې تاوتریخوالې پیښه ده چې ښځې ورسره په افغانستان اوسیمه کې لاس اوګریوان دی.)) پرښځو جنسې تیرۍ ترسره کیږي، وژل کیږی ،په وړکتوب کې وداول کیږي، د تحصیل اوتعلیم مخه يي ډب کیږی، دراتلوونکې خاوند ټاکنې حق يي اخیستل کیږی، ترهغې چې په سېمه کې د ښځواوانجونو ابتدائي بشری حقونه تامین نشی داناخوالې به همداسې جریان ولری.

همدغه رازرپورټ کاږی په افغانستان کې ښځې په کړاواوزغم کې ژوند تیروی په داسې حال کې چې دوی دهیوادنیم نفوس جوړوی میرمنې اوانجونې باید زده کړی ترلاسه کړی کارزمینه ورته برابره اووتوانیږی چې خپل برخلیک پخپله وټاکئ.

همدغه رازبخښنې نړیوال سازمان لخوا خپورشوی رپورټ کې افغانانوته امنیتې مسولیتونوسپارلوپه اړه هم اندیښنه ښودل شوی او زیاته کړیده چې نړیواله ټولنه باید د۲۰۱۴زکال نه وروسته هم د ښځوونډه پرته د کوم قیدوشرط نه په سیاسې بهیر،امنیت ،عدالت تامین کې تضمین کړی ترڅود ښځوشته لاسته راوړنې له منځه ولاړی نشي. یاد سازمان دغه څرګندوی له هغې وروسته کړی کله چې تیره اونۍ په هرات کې د ماه ګل وژلوقضیه رامنځته شوه ددغه رپورټ جزئیات په دی ډول دی.

چارواکې وايي افغان پولیسو هغه څلورتنه تورن چې د افغانستان لویدیزکې يي یوه میرمن په زوربدلمنۍ ته هڅوله چې بیا يي دانکارپه ترڅ کې دهغې سرغوڅ کړی نیولې دی.

دهرات ولایت امنیه قومندان عبدالفغارسیدزاده AFP خبری آژانس ته ویلې تیره اونۍ په دغه ولایت کې د شل کلنۍ ماه ګل نه هغه مهال سرغوڅ شوکله چې نوموړی خپلې خواښۍ ناروا غوښتنې ته منفې غبرګونه ووایه، خواښۍ يي غوښتل چې ماه ګل باندی زنا ترسره کړی.
سیدزاده وویل (( مونږدهغې خواښۍ،خسر،خاوند اوهغه چاچې نوموړې په قتل رسولې نیولې دی.

امنیه قومندان زیاته کړه ماه ګل څلورمیاشتې وړاندی واده کړی ،مګردهغې خواښۍ په تیرکې نوموړی په زور څوواری بدلمنۍ ته مجبوره کړی وه.

تورن نجیب الله چې د پولیسوسره په ګډ مطبوعاتې کنفرانس کې خبری کولې ویلې د ماه ګل خواښۍ دی د هغې وژنې ته هڅولې وهغې ته ویل شوي و چې هغه بدلمنه ده.
په لویدیزه حوزه کې د بشرحقونوخپلواک کمیسیون مشر عبدالقادررحیمی وايي په وروسیتوکې په دغه سیمه کې د ښځوپروړاندی تاوتریخوالې کچه زیاته شویده. رحیمې زیاته کړه سږکال يي د تاوتریخوالې ۱۰۰موارد ثبت اوراجسترکړی خو هغه داهم وايي زیاتره پيښورپورټ دویته ندی رسیدلې.
نوموړی د ګل د قضیې په اړه خوښې څرګنده کړه ځکه په وینا دهغه قاتل نیول شوی اوقانون منګلوته سپارل شوي.
تیرکال هم په نړیوالو رسنیوکې د ځوانې سحرګل دوهلوټکولواوخواښۍ لخوابدلمنۍ ته هڅونې اوبیا پنځه میاشتې په یوه تشناب کې زندانۍ کیدویادونه شوی وه چې وورسته بیا پولیسوژغورلې وه.

بخښنې نړیوال سازمان په تکراری توګه پرافغان حکومت غږکړی ترڅود قانون په چوکاټ کې د ښځوپروړاندی تاوتریخوالۍ له منځه یوسي. په اعلامیه کې راغلې چې ۲۰۰۹زکال په اګسټ کې جبرودونه ،جنسې تیرې ،ربړونې اوداسې نورموارد تصویب شوی وومګرتراوسه دغه قانون په عمل کې پلې شوی ندی.
بخښنې نړیوال سازمان چې د سولې جایزی ګټونکې هم دی د۳میلیون نه زیات ملاتړې لری چې په رضاکاره توګه ورسره ۱۵۰هیوادونه په نړیواله کچه د بشری حقونوخوندیتوب لپاره مرسته کوی همدغه راز دغه سازمان دعدالت تامین، بیان آزادی لپاره کار کوی.