ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(9)
اسلامي سیاست څه ته وایې؟ الله جل جلاله فرمايلى: (قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ ) [د سورت القصص 17 اّيت ] [ موسى عليه السلام ژمنه وکړه چې اى زما ربه ! دغه احسان چې تا پر ما کړيدې له دې وروسته به هيڅكله د مجرمانوملاتړی نه شم ] . رسول اكرم سيدنا محمد صلى الله عليه وسلم ته الله جل جلاله حكم کړې دې چې : (فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِلْكَافِرِينَ ) [د سورت القصص 78 اّيت ] [ هيڅكله د مجرمانو ملاتړ ی مه جوړيږه ] . دلته يوپوښتنه پيدا کيږي چې يوسف عليه السلام د كافر پادشاه په حكومت کې منصب ولى قبول کړ؟ ځكه چې دا خو د يو غير اسلامي حكومت سره كومك دې! ددې پوښتنى ځواب په دې څیړنه کې تر لاسه کيږي چې دا منصب ددين د اقامى په خاطرقبول شوي و ،كه چيرى پالیسي د كفري نظام وي اوحكم اوپریکړې د كافر پادشاه په لاس کې وي، نو په هغه صورت کې واقعا ًد دې منصب په قبلولو سره د يو غيراسلامي نظام چلول ، د كفر كومك او مرسته ده، نو پيغمبر عليه السلام لا څه چې يوعام متقى موْمن ئى هم نه نشى قبلولاې [حاشاوكلا]. خو په مصرکې ټول واک د سيدنا يوسف عليه السلام په واك کې و او د همغه حكم نافذ و- پادشاه يوازى په نوم د تخت او تاج خاوند و او تراوسه پورى د دې رسمي تخت او رسمي پادشاهۍ د پائى ته رسولو لپاره شرائط برابرنه و او د يوسف عليه السلام له پاره همدا يوه لاره خلاصه وه چې يوازى په نوم پادشاهي دې تريوه وخته اوسي خو په عملى تو گه دې د حق د قايمدو او د خلكو د سياست ټول نظام دده په لاس کې وي همغه و چې نوموړى د وخته څخهگټه واخسته او ځواك ئى لاس ته راوست . مفسرينو رحمه الله عليهم د سيدنا يوسف عليه السلام د وزارت د منصب د قبلولو علتونه همدا ښوولي دي . امام قرطبى رحمه الله عليه ليکي چې: ( ځينې پوهانو ويلي دي چې دا اّيت “اجعلنى على خزائن الارض ” ددې خبرى له پاره دليل دې،چې يوه بهترشخص ته، فاضل شخص ته ،د يو فاجر، فاسق يا كافر حكمران لخوا د كارونو سپارل اوقبلول روا دې خو په دې شرط چې د منصب قبلوونکې ته دا په ډاگه شي چې هغه ته به ټول واك وركول کيږي او كه هغه وغواړى ټولې هغه اصلاحى لارى اختيارکړي چې د هغه په كاروکې د خنډونو په لمنځه وړلو کې مرستندویه ثابتیږي . خو كه دا كار او منصب د يو فاسق او فاجر شخص په لاس کې وي اويا د هغى د فسق او فجور اويا د نفسى غوښتنو پيروي وي نو بيا د داسى منصب قبلول روانه دي 1. قاضى ثناء الله پانىپتى رحمه الله عليه ليکي چې : [په دې اّيت کې ددې خبرى دليل شته چې د كافر يا ظالم پادشاه د لاسه د مسئوليت او منصب قبلول روا دي خو په دې شرط چې د حق د قيام له پاره او د مخلوق د سیاسي ښيګڼي له پاره بله كومه لار نه وي موجود ، پرته له دې چې د همدې كافراو جابر له لاسه اختيار او اقتدار لاس ته راوړى 2. دوهمه پوښته دا راپيدا کيږي چې اّيا د منصب او امارت غوښتل اويا د هغى په طرف ميلان پيداكول ناروا دې ؟ الله جل جلاله فرمايلى دې چې : (تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ) [د سورت القصص 83 اّيت ] [ هغه د اخرت كور خو به مونږ د هغو خلكو له پاره مخصوص کړو چې په ځمكه کې خپله لويى نه غواړي او نه د فساد كولو اراده لرى او نيك عاقبت او انجام يوازى د پرهيزګارانو له پاره دې ] . يوسف عليه السلام د الله جل جلاله پيغمبر و په يو پيغمبر د مخلوق د معاملاتو انتظام او د امت د ښیګڼو او مصالحو اهتمام د استطاعت په اندازه او د امكان په صورت کې واجب دې . په دې وخت کې دا كار د همدې لارى ممكن و كوم چې يوسف عليه السلام اختيار کړې و، لكه څنګه چې د واجبو او فرضو ادا كول كوم شى پورى موقوف وي نو د هغه حصول هم واجب او فرض ګرځي نو په همدې خاطر د اقتدار غوښتنه او په هغى قبضه كول په يوسف عليه السلام واجب شوي وو ، اودا په دې خاطر چې په دې وخت کې د يوسف عليه السلام پرته بل څوك ددې منصب اهل او قابل نه و او نه د واجب غوښتنه جاه طلبى وه 3. امام قرطبى رحمه الله عليه فرمائى چې : [« ددې منصب لاس ته راوړل د يوسف عليه السلام لپاره »فرض عين”ګرځيدلى و او دا په دې خاطر چې د ده عليه السلام څخه پرته بل داسى داهميت وړ قابل شخص په دې وخت کې موجودنه و. نن هم همداحكم پرخپل ځاې دې كه چيرى د چا په خپل نفس باندې باوروي چې هغه به په حق باندې ثابت قدمه اوسي اوبل كوم اهل ددې وظيفى د انجامولوله پاره دده نه زيات مناسب موجود نه وي، نو په دې وخت کې د مسئوليت دغه منصب ته به همدا ټاكل کيږي او د هغى لاس ته راوړل په هغه باندې واجب دي خوكه چيرى هلته نور اهل خلك هم موجود وي، نوبيا ددې منصب خواهش او غوښتنه دده له پاره روانه ده . دا په دې خاطرچې رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلى دې چې: [د امارت خواهش او غوښتنه ونه کړئ 4.] [ تقريباُ 1020 ق م څخه تر1004ق م پورى] (وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوا أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِنْ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ) [د البقره سورت 147 اّيت ] [ د هغو پيغمبر هغو ته وويل چې الله جل جلاله طالوت ستاسى له پاره بادشاه ټاکلې دې . هغوی وويل هغه څنګه پر مونږ د پادشاه كيدو وړتیا او استحقاق ومينده ؟ د هغه په پرتله مونږ د پادشاهۍ زيات وړيو. هغه خو زمونږ څخه زيات شتمن سړى هم ندې ، پيغمبر ځواب ورکړ« الله جل جلاله پر تاسى هماغه غوره کړيدې او هغه ته يى روحى او جسمى دواړه ډوله پراخه اهليت او وړتیا وربښلى ده او الله واكمن دې چا ته يى چې خوښه شي خپل ملك وركوي . د الله جل جلاله سره ډیره پراخى ده او هغه په هر څه باندې عالم دې» ] . د موسى عليه السلام او سيدنا هارون عليه السلام دوفات څخه وروسته كله چې د يوشع بن نون په مشرۍ فلسطين فتح شو نو بنى اسرائيلو د خپل ځان له پاره كوم متحده حكومت جوړ نه کړاى شو بلكه په قبائلى دښمنيو کې كکړ شول، د درى سوه پنځوس كالو څخه زياته موده همدغه د ملوك طوائفى دوره وه تر هغه پورى چې د عمالقو پخوانيو مشركو قبائلو يو متحده محاذ جوړ کړ او بني اسرائيل ئى د فلسطين د لوي برخى څخه وويستل او «تابوت سكينه» ئى هم ترى واخست ، نو هماغه و چې طالوت رحمه الله عليه د(313) صالحو او مؤمنو مجاهدینو د كوچني فوځ په ملګرتيا د عمالقو مقابله وکړه او د جالوت عسكرو ته ئى ماتى ورکړه نو په( 1020 وړاندې تر میلاد ) بنى اسرائيلو يو متحده حكومت جوړ کړچې تر(1004 وړاندې تر میلاد ) پورى ئى يعنى(16) كاله ئى دوام وکړ. طالوت رحمه الله عليه په خپله نبي نه و هغه په اصل کې د سيدنا ثمويل عليه السلام تر مشرۍ لاندې حكومت کاو ه خو څرنگه چې هغه ډیر زوړ شوي و – نو په دې خاطرد حكومت نظم او واګې ظاهراُ د طالوت په لاس کې وی اوهغه د سيدنا ثمويل عليه السلام د احكامواو لارښوونو مطابق كاركولو- د هغه ټاكل هم د وحى په اساس وو ، كه څه هم طالوت رحمه الله عليه د بنى اسرائيلوله ډلې څخه و خو ددې ترمخه دده په كورنۍ کې هيڅ سردار يا حكمران نه و تير شوي. په دې وخت کې په بنى اسرائيلوکې د قبيله پالنې او دنيا پالنې، مكروبونه خپاره شوي و همدا علت و چې هغوی د الله جل جلاله لخوا په ټاكلى حكمران هم نیوکه وکړه او دليل ئى دا راوړه چې دده سره دولت نه شته ، يعنى حكومت كول خو د شتمنو ،خانانو، نوابانو، بډايانو او… حق دې دغريبو،مزدورانوكارخودسرمايه دارانوخدمت كول دي نه دا چې په هغوی دې حكومت وکړې. د الله جل جلاله نبى ورته وفرمايل : [چې د قيادت اومشرۍ يا د حكومت او سياست لپاره نژاد، قبيله، دولت او ثروت كوم اهميت نه لرى، بلكه اهليت ته اهميت وركول کيږي. طالوت د علمى او جسماني پلوه په تاسى ټولو قوي او پورته دې نو ددې امله الله جل جلاله هغه په تاسى حكمران ټاكلى دې خوهغوی بيا هم تيارنه و خو كله چې دكرامت په ډول [ د سكينى تابوت ] يا[ مبارك صندوق ] د طالوت لاس ته ورغى نود هغه وروسته به چې هرچيرته تللو، نو مشري به ئى منل كيده، طالوت رحمه الله عليه د عمالقو د مشركو قبائلو څخه د مملكت د ازاديدو له پاره فوځ تيارکړ. د اردن په كانال کې د اوبو څښلونه د منعى كولو په اساس ئى د فوځ د صبر استقامت او د هغوی د نظم اّزميښت وکړ، د زرګونو عسكرو څخه يوازى( 313 )زيات ياكمو خلكو په دې اّزميښت کې كاميابى ترلاسه کړه ،اوبيا د همدې يو موټى مؤمن فوځ په واسطه ئى د جالوت لوي فوځ ته ماتى ورکړه اوجالوت د داود عليه السلام په لاس په قتل ورسيد. داود عليه السلام په هغه وخت کې بلكل ځوان او د طالوت په عسكروکې شامل شوي و ، د دې لوئې كاميابۍ وروسته د بنى اسرائيلو متحداومستحكم حكومت په شام او فلسطين کې جوړشو او د ملوك الطوائفى دوره پائى ته ورسيده . [ تقريباُ 1004ق م څخه تر965ق م پورى] (يادَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعْ الهوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ) [د ص سورت 26 اّيت] [ اى داوده ! مونږ ته پرځمكه خليفه ګرځولى ئى، له دې كبله ته د خلكو ترمنځ په انصاف سره حكومت وکړه او د نفسى غوښتنى پيروي مه كوه چې هغه به تا د الله جل جلاله د لارى څخه واړ وي او كوم كسان چې د الله جل جلاله له لارى څخه بى لارى شي په يقينى ډول د هغوی له پاره سخته سزا ده ، ځکه چې هغوی د حساب ورځ هيره کړې ده ] . ( وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ) [د البقره سورت 251 اّيت] [ اوالله جل جلاله داود عليه السلام ته سلطنت او حكمت ورپه برخه کړ او هر هغه څه ، چې الله جل جلاله غوښتل ،ورزده یې کړل] . دطالوت رحمه الله عليه څخه وروسته دداود عليه السلام خلافت جوړشو چې د(1004 وړاندې دمیلاد څخه تر965 وړاندې دمیلاده پورى يعنى) نژدې څلويښت كاله ئى دوام وکړ په دې اّيت کې د همدې داود عليه السلام دخلافت يادوونه شوي ده. د جالوت د قتلولو وروسته د سيدنا داود عليه السلام بهادرى او شجاعت ښكاره شوې و خود نبوت د وركولو وروسته د الله جل جلاله په فضل اوكرم په هرځاې کې برى او نصرت دده قدمونه ښكلول. په ډیر لږ وخت کې په سوريه ، عراق فلسطين او د اردن د ختيځ په ټولو سيموکې د ده خلافت جوړشو. د ” يا داود انا جعلناك خليفه فى الارض ” د تفسير په هكله د څو مفسيرينو ليكنى دكتنى وړدې : “حكما بين اهلها» [دځمکې د اوسيدونكو ترمنځ حكومت كوونکې]5،(اى تدبرامرالعبادمن قبلنابامرنا)[ ته زمونږله خوا نه او زمونږ په حكم د بندګانو د معاملاتو نظم ونسق چلوي] 6. ( فى الدعاء الې الله وسياسة الناس )[ ته د الله جل جلاله په خوا د بلنى او د خلكو د سياست له پاره خليفه ګرځول شوي ئى ] 7. الله جل جلاله داود عليه السلام ته حكم کړې و چې دانصاف په اساس به پریکړې كوي.اودخپل نفس دغوښتنى پيروي به نه كوي.ځكه چې هغه تا دالله جل جلاله د لارى څخه اړوي. حافظ عماد الدين ابن كثير رحمه الله عليه په دې هكله ليکي چې: “دا د الله جل جلاله له خوا نه حكمرانانو ته وصيت دې چې د حق په اساس به پريکړه كوي او د هغه نه به مخ نه اړوي كه نه نو د مستقيمى لارى څخه به وښويږى. ابن ابى حاتم رحمه الله عليه د اسنادو په اساس رانقل کړي دي: چې اموي پادشاه وليد بن عبدالملك يوه ورځ د ابوزرعه رحمه الله عليه څخه پوښتنه وکړه چې تا تورات او انجيل هم لوستى دې، قراّن دې هم لوستى دې او ته د فقه عالم هم ئى، نودا ووايه چې اّيا د خليفه سره به هم محاسبه کيږي؟ ابوزرعه رحمه الله عليه ورته وويل: [اى اميرالموْمنين! رښتياخبره وکړم؟ وليد ورته وويل: بلكل،ابوزرعه رحمه الله عليه وويل: د الله جل جلاله په نزد ته ډیرمعزز ئى كه داود عليه السلام ؟ هغه ته الله جل جلاله نبوت هم ورکړې و اوحكومت هم، خو ددې سره سره هم الله جل جلاله هغه خبرکړې و چې كه چيرى تا د نفس پيروي وکړه ا ود عدل او انصاف لاردې غوره نه کړه نو د سختى سزا او محاسبى څخه به خلاص نه شى 8.] امام رازى رحمه الله عليه فرمائى چې: [هرهغه څوك چې سیاسي حكمران اوسي او د خپلو شخصى گټو او اهدافو په خاطرحكومت كوي ، نود هغه په پايلو کې به خرابى را پيدا کيږي او بالاخره به دا حكمران په خپله تباه کيږي، خو هغه حكمران اوسیاسي مشرچې د شريعت پابنداوسي، نو مصالح ، ښيګڼي او نيکې به خپره شي او د رياست نظام به په ښئى طريقى سره چليږي 9.] [ تقريباُ 960 ق م څخه تر926ق م پورى] (وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّياطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ) [د البقره سورت 102 اّيت ] [ او په دې لړ کې يى دهغو شيانو پيروي وکړه چې شيطانانو به د سليمان عليه السلام د حكومت د نوم په اخيستلووړاندې كول ] . (وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ) [د الانبياء سورت 79 اّيت] [ اومونږ داود عليه السلام او سليمان عليه السلام دواړوته حكومت اوعلم ورکړې و] . ( قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ ) [ د ص سورت 35 اّيت] [ سليمان عليه السلام وويلى چې اى پروردګاره ! ماته داسې حکومت راکړه چې زما څخه وروسته بل چاته مناسب نه وي ،بى شكه چې ته دهرڅه بخښوونکې ئى ]. (وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُدَ) [ د النمل سورت 16 اّيت] [ او سليمان عليه السلام د داود عليه السلام وارث وګرځيد] . دداود عليه السلام څخه وروسته د هغه پراخه حكومت د هغه زوي سيدنا سليمان عليه السلام ته په لاس ورغى دا د ولى عهدې رواج شوي طريقه نه وه خولكه څنګه چې داود عليه السلام د الله جل جلاله د طرفه په حكومت كولو مامورشوي و نوپه همدې توگه ئى سليمان عليه السلام ته هم د نبوت په څنګ کې دحكومت منصب ورکړې و . نبي د الله جل جلاله له خوا ټاكل کيږي اوكله چې حاكم د خپلو ښكته مامورينو ټاكنه كوي نو بيا دهغه له پاره انتخاب ضرورت نه وي،په قراّنكريم کې دا نه دي ويل شوي چې داود عليه السلام خپل زوي سليمان عليه السلام د حكومت وارث اوولى عهدټاكلى و بلكه دورث كلمه راغلى ده وارث اوقائم مقام يي وګرځاوه-ځواب ئى روښانه دې هغه چا چې داود عليه السلام خليفه ټاكلى و – همغى سليمان عليه السلام ته هم دخلافت منصب ورکړ.يعنى په خپله الله جل جلاله دواړوته دا مسئوليت ورپه غاړه کړې و . څرنگه چې د انبياو پرته نور خلك د الله جل جلاله له طرفه نه ټاكل کيږي، نوپه دې اساس د هغوی تقررد مسلمان امت د شورا په واسطه كوي، الله جل جلاله د سليمان عليه السلام دعا قبوله کړه او هغه ته ئى د الوتونكو د خبروپه پوهيدوهم قوت ورکړ . او هوا او پيريان ئى هم دهغوی تابع وګرځول بلكه د سبا حكومت هم دهغه د حكومت تر اغیز او واک لاندې راغى، نوپه دې اساس د داود عليه السلام څخه د سليمان عليه السلام حكومت ډیرقوي او پراخه و . په خپله سليمان عليه السلام فرمائى چې: (واوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ ) [ د النمل سورت 16 اّيت] [او مونږ ته داړتیا وړهرشئ راکړل شوي اويقيناً چې دا د الله جل جلاله ښكاره فضل او احسان دې ]. ددې عظيم الشان او پراخه مملكت له پاره چې دكوموشيانواو اسبابونواړتیا وه هغه ټول راکړل شوي، د سليمانى دعا څخه دا ثابتیږي چې د دين د اقامى او د شريعت د جارى كيدو په خاطر د الله جل جلاله څخه د مستحكم حكومت غوښتل د نبوت او تقوي په خلاف كارنه دې- افسوس چې د سليمان عليه السلام څخه وروسته د هغه په ځاې دکيناستوونكو نالايقى او د قوم د اخلاقى خرابيو په اساس مخالفينو بيا سر راپورته کړ او په دې ترتيب د حكومت زوال پيل شو (إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِاِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَانِ الرَّحِيمِ[]أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ ) . [ د لوي الله جل جلاله په نامه پيل كوم چې ډیر مهربان او د رحم څښتن دې زما په مقابل کې زور مه كوئ او زما حضور ته مسلمانان راشئ ] . داسى لنډ، هر اړخیز او د معنا او عظمت نه ډك ليك شايد چاهم په دنيا کې نه وي لیکلې، ددې خط مطلب داو چې زما د خلافت او اسلامي حكومت په مقابل کې د زور او تكبر څخه كاراخيستل مناسب نه دي ستاخير په دې کې دې چې اسلام قبول کړې او زما ترمشرۍ لاندې حكومت هم ومنى . (وَيَسْأَلُونَكَ عَنْ ذِي الْقَرْنَيْنِ قُلْ سَأَتْلُو عَلَيْكُمْ مِنْهُ ذِكْرًا[] إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ ) [ د الكهف سورت 83 اّيت ] [ او اى محمده! دوي له تا نه د ذوالقرتين په اړه پوښتنه كوي دوي ته ووايه : زه به د هغه څه احوال تاسو ته و اورم: مونږ هغه ته په زمکې کې ځواک ورکړې و او هر ډول وسايل او اسباب مو وربښلى وْ ]. قراّنكريم دكهف په سورت کې د (83) اّيت څخه تر( 98 ) اّيت پورى دذالقرنين د حكومت،جهاد، عدل و انصاف او دالله جل جلاله څخه دويرى پیښې بيان کړې دي. نو د دې څخه دا معلوميږي چې كوم وخت کې د ذالقرنين په نوم څوك مقبول ، عادل خداى پالونکې او دينداره حكمران تيرشوي دې چې د هغه سره د وسايلو پراخى وه او هغه د خپل مركز په غرب او شرق کې او يوي بلى خوا[ شايدچې شمال وي ] فتوحات وکړل او د ياجوج او ماجوجو د فساد د مخنيوي او د خپل رعيت د ساتنې په خاطرئى يو مستحكم ديوال جوړکړ. د هغه په هيواد کې د عدل او انصاف نظام قايم و مجرمينوته سزاګانى وركول كيدې او د نوررعيت سره ئى ډیره نرمى كوله، ده په خپل دې پراخه او لوي حكومت او ډیرو مادي وسائلو غرور او تكبرنه کاو ه بلكه دا ئى د الله جل جلاله رحمت ګاڼه . [قال هذا رحمة من ربى ] . په فرقان حميد او صحيحو احادثيو کې د ذوالقرنين د حكومت، وخت او نور تفصيلات ندې ذكر شوي ځكه چې قراّنكريم د تاريخ كتاب نه دې- بلكه د هغه موضوع د هدايت له پاره احكام او د عبرت واقعات بيانول دې او دا مقصد د تفصيلاتو پوهيدوپرته هم لاس ته راځى. زمونږ مقصد هم يواځى داښوول دې چې ذوالقرنين يوعادل حكمران و چې الله جل جلاله ئى تعريف کړيدې اودا ثابتول دې چې ددين د اقامى او د عدل د قيام په خاطرد حكومت او سیاسي نظم جوړول ضرورى دې. دځينېو مورخينو او مفسرينو رحمه الله عليهم څخه سخته غلطى شوې چې د ذالقرنين څخه ئى مقصديونانى،« مقدونى سكندر» اخستى دې چې په( 300 كاله وړاندې له ميلاده ) تير شوي ، هغه داراكو قتل کړاو د ده وزير مشهور فلیسفوف «ارسطو» و. د حافظ عمادالدين بن كثير رحمه الله عليه په البدايه او تفسير دواړوکې ددې خبرى سخت ترديدکړيدې ، « سكندر» يونانى مشرك و اود ذالقرنين يادوونه قراّنكريم د يو صالح موْمن په صفت کړيده. د سيدنا على رضي الله عنه څخهيوروايت دې چې” ذوالقرنين نه نبي و نه ملائكه، بلكه يو صالح مسلمان و 10.» حافظ عماد الدين بن كثير رحمه الله عليه خپله څیړنه داده چې:( په قراّنكريم کې ذكرشوي ذوالقرنين د«يونانى سكندر» څخه دوه زره كاله پخوا د سيدنا ابراهيم عليه السلام په زمانه کې تيرشويدې. هغه پښى ابل حج وکړ،) همدا قول په عمومى تو گه په عربى تاريخونواو عامو تفسيرونوکې هم ذكر شوي دې خو د نورو څیړونكو څیړنه دا ده چې په قران کې ذكر شوې .د ذوالقرنين څخه مقصد مشهور حكمران سائرس ایراني و چې هغه په ایران کې د هخامنشى دكورنۍ د حكومت بنسټ ايښى و او هغه د (550 وړاندې له ميلاد څخه تر539 وړاندې له ميلاده) پورى (21كاله) په ایران حكومت کړې و . دا يو عادل حكمران و چې ایرانيان پرى فخر كوي ایرانيان هغه ته «ګورش اعظم» وائى، يهوديان ورته «خورس »، يونانيان ورته «سائرس» او عرب ورته «خسرو» وايي . مولانا ابوالكلام اّزاد رحمه الله عليه په تفسير ترجمان القران کې، مولانا سيدابوالاعلى مودودې رحمه الله عليه په تفسير تفهيم القران کې اومولاناحفظ الرحمن سيوهاروي رحمه الله عليه په قصص القران کې همدې نوي څیړنې ته ترجيح ورکړې ده . (هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالهدې وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ) [ الله جل جلاله خپل رسول محمد صلى الله عليه وسلم د هدايت او حق سره رالېږلى دې تر څویی په ټولو اديانو برلاسى کړي. كه څه هم مشركانو ته دا ډیره ناكاره بريښى ] . د الفتح د سورت د 28 اّيت كلیمات هم همداسي دي خو د ” ولوكره المشركون ” په ځاې ” وكفى بالله شهيدا ” راوړى دې په دې اّيت کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د بعثت مقصد او هدف په دې ډول بيان شوي چې[ هغه به داسلام دين په ټولو باطلو دينونو باندې غالبه وي] او د دې لازمي غوښتنه هم همدا ده چې دا دين به د ځواك خاوند وي او نور ټول باطل اديان به مغلوب اويا به نابوديږي . د الشورى په( 13) اّيت کې ئى محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم او اسلامي ټولنى ته همغه حكم کړې چې نوح عليه السلام ، ابراهيم عليه السلام ، موسى عليه السلام ، عيسى عليه السلام او نورو انبياوته ئى ورکړې و يعنى دا چې ( ان اقيموالدين )[دين قائم کړي ] . د لغت پوهانو د څیړنې په رڼاکې د دين د اقامى څخه مقصد د دين نافذول ، جارى كول ، ټينګول او مضبوتول ، او هغه ته رواج او شهرت وركول دي يعنى د هغه غالبول او په هغى عمل كول دي. څرګنده ده چې د دين كاميابى د دين د خاوندانو د كاميابۍ پورى تړلې ده. ددين د اقامى د فريضى د ادا كولواو د دين د غلبى په خاطر د تعليم، تبليغ ،تربيت او پاكوالې په څنګ کې د اسلامي حكومت جوړولو او د ځواك د ترلاسه كولوهڅې كول هم په نبوي فرائضوکې شامل وو . كه څه هم رسول الله صلى الله عليه وسلم د فطرى طريقى مطابق د نبوت دكار پيل د توحيد او تبليغ، ښوونى او روزنى څخه کړې و او دا په دې خاطر چې ددين د علم نه پرته نه په دين عمل کيږي اونه هغه غالب او نافذيداى شي او نه د پوهو او تربيه شووكاركوونكو د ډلې څخه پرته اسلامي حكومت ټينگيداى شي او نه كاركولاې شي خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د تعليم او تربيى د پيل سره سم يو سیاسي فكر هم موجود و او د پيل سره سم ئى د سیاسي اثراتو د پيدا كولو تدبيرونه هم اختيارکړې و چې د همدې تدبيرونو په پايلو کې د مدیني حكومت دهغه ترمشرى لاندې جوړ شو11. د توحيد دكليمى مفهوم دادي چې د يوه الله جل جلاله څخه پرته بل( اله ) نه شته او محمد صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله وروستى پيغمبر دې. ( اله )كارجوړونکې ته هم ويل کيږي اوقانون جوړونکې ته هم . لكه څنګه چې د حاكميت په څیړنه کې د دې خبرى په تفصيل سره يادونه شوي هر هغه څوك چې كارجوړونكې او قانون جوړونکې وي هغه معبود هم وي. او د عبادت مقصد هم دا دې چې د ژوندانه په هراړخ کې ديوه الله جل جلاله بندگي وشى، نوله دې امله د توحيد دكليمى غوښتنه دا ده چې يوازى په عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقياتوو جزاګانو[تعزيراو حدودو] سياسياتو [ دحكومت په نظام ] ، ايمانياتو او عقائدو اود ژوندانه په ټولواړخونو کې د الله جل جلاله او د هغى د رسول محمد صلى الله عليه وسلم د احكامو په مخلصانه تو گه اطاعت وکړل شي، يا په بل عبارت ، دتوحيد د كليمى غوښتنه دا ده چې داسى يونظام منځ ته راشي چې هلته عبادت هم يوه الله جل جلاله لره وي او اقتصادي، ټولنيزى اوتمدنى چارى هم د يوه الله جل جلاله د قانون او حكم مطابق سرته ورسیږي. په مکي دورکې به رسول اكرم الله صلى الله عليه وسلم د توحيد د تبليغ په وخت کې د اسلامي سياست او اسلامي حكومت فكرهم خلكو ته وړاندې کاو ه كه څه هم حكومت د هجرت څخه وروسته جوړ شوي و – د حكومت او سياست پورى د تړلو احكامو تفصيلات وروسته بيان شوي و خو هغه ته مخکې ترمخکې اذهان تياريدل. د مکې د خلكو د حكومت وړانديز په دې خاطر رسول الله صلى الله عليه وسلم مسترد کړ، چې هغوی د توحيد د پريښولو شرط رامخته کړې و . هغوی غوښتل چې د جاهليت مشركانه نظام په خپل حال پاته شي خو د دې حكومت مشري دې د پخوانيو سردارنو په ځاې په خپله سيدنا محمد صلى الله عليه وسلم سره وي څرګنده ده چې ديو نبي په زړه کې د داسى يو حكومت فكرهم نه ګرځي،خو هغه صلى الله عليه وسلم دمکې سرداران ، قبائلى مشران او خپل خپلوان په پرلپسې توگه په دې خبره پوهول چې كه چيرى تاسو توحيد قبول کړئ او د هغى غوښتنى هم ترسره کړئ نو په عربو به ستاسى حكومت جوړ شي او عجم به تاسوته جزيه دركوي. دا خبره هغه ددې فكرجوړولوله پاره کړې وه، چې د توحيدې نظام غوښتنه يوازى د خلكود عقيدو بدلون نه دې- بلكه د اقتدار او ځواك بدلون هم دې . دنبوت په لومړيو دريوكلونوکې رسول الله صلى الله عليه وسلم خلك د حكمت او تبليغ په واسطه په ځانگړى ليدنوكتنوکې د توحيد په عقيده پوهول خوكله چې د نبوت په څلورم كال د الشعرا په سورت کې هغه ته دا حكم وشوچې[ خپل نژدې خپلوان دې وپوهوه، نو هغه د صفا په غونډۍ کې د ټولو قبائلو د نمايندګانو يوه غونډه جوړه کړه او په عامه تو گه ئى ورته د توحيد بلنه ورکړه]- په صحيح بخارى کې خو يوازى دا راغلي دي چې هغه وفرمايل:” زه تاسى ته د الله جل جلاله د عذاب نه دويرولوله پاره راغلى يم- تاسو ايمان راوړئ او خپل ځانونه ددې عذاب څخه په څنګ کړئ اوكه نه نو زه تاسى د قيامت په ورځ د عذاب څخه نه شم ژغورلاې .” خو ابن سعد رحمه الله عليه ،چې په 230 هجرى كال کې مړ شوي دې، د لاندې الفاظو په زياتولو سره ئى دا روایت داسى رانقل کړې دې : (وتدين لكم بها العرب وتذل لكم بها العجم) [ كه چيرى تاسو توحيد ومنئ نو عرب به ستاسى تابع وګرځي اوعجم به ستاسى د لاس لاندې شي] 12. د دې نبوي ارشاد څخه دا مقصد دې چې يو توحيدې رياست به جوړ شي. هماغه و چې حكومت جوړ شو او د قيصر او كسرى ماڼۍ ئى هم ور ړنګې کړې . ابن سعد رحمه الله عليه په بل ځاې کې ليکي چې : [ د عامى بلنى د پيل څخه وروسته محمد خاتم الرسول صلى الله عليه وسلم ترلسوكالو پورى خلك په همدې خبرو پوهول، هركال به دحج په وخت کې د [عكاذ مجنه ] او[ ذوالمجاز] كلنۍ ميلى ځايوکې يوي يوي قبيلي ته ورته ، هغه قبيلى چې رسول اكرم صلى الله عليه وسلم به ورتلو په دې ډول دي : (بنوعامر- بنومحارب- بنوفزاره- بنوغسان – بنومره – بنوحنيفه- بنوسليم- بنوعبس – بنونصر- بنوالبكاء- بنوكنده- بنوكلب- بنوحارث- بنوعذره- الحضارمه) پورته ذكرشووپنځلس قبيلوته رسول اكرم صلى الله عليه وسلم دا رنگه بلنه رسولى وه: ( ياايهاالناس قولوا لااله الا الله تفلحوا وتملكو بها العرب وتذل لكم العجم واذا اّمنتم كنتم ملوكا فى الجنه وابو لهب ورائه يقول لاتطيعوه فانه صابى وكاذب ) [ ” اى خلكو! وواياست چې د يوه الله جل جلاله پرته بل معبود نه شته نو تاسو به كامياب شئ اوعجم به هم ستاسى ترلاس لاندې شي اوكله چې تاسى ايمان راوړئ نو په جنت کې به هم پادشاهان شئ. ابولهب د محمد صلى الله عليه وسلم کاکا، دده پسى وروسته تللو او ويل به ئى چې اى خلكو ! دده خبره مه منئ دا صابى او درواغجن دې ]. كله چې ابوطالب د مر گ په ناروغتیا اخته شو نو د قريشى سردارانو يوهيئت د ابوجهل په مشرۍ ورته راغى او دا شكايت ئى ورته وکړچې ستا وراره زمونږ خدايان نه مني اوته د هغه ملاتړ او ساتنه كوې. ابوطالب رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ته وويل [وراره جانه ! ته د خپل قوم څخه څه غواړى؟ ] هغه مبارك وفرمايلى : (اريدمنهم كلمه تدين لهم بها العرب و توْدې الیهم العجم الجزيه) [ زه له هغوی يوه خبره غواړم چې د هغى د منلو په صورت کې به عرب د هغوی تابع وګرځي او عجم به يي د لاس لاندې شى او جزيه به وركوي ] . ابوطالب ورته وويل چې: يوازى يوه خبره ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې: كاكاجانه ووايه چې لااله الاالله – هيئت ورته وويل چې اّيا مونږ يوازى د يوه الله جل جلاله بند گي وکړو؟ په قريشى ملت [ اّخرى ملت ] کې مونږ تر اوسه پورى داسى خبره نه وه اوريدلى دا درواغ دي نو په همدې وخت کې د« ص » د سورت لومړې اوه اّيتونه رانازل شول 13. د عربو او عجمو د حكومت كولو يادونه د مکې دور به بلنوکې ځكه په بيا بيا كيدله چې مخالفين او موافقين دواړه په دې ښه وپوهيږى چې د اسلام دين او د توحيدكليمه د اقتدار او ځواك بدلون غواړى او مكمل اسلامي انقلاب ئى غوښتنه ده . د مکې دكفارو د مظالمو په اساس د صحابه كرامو رضي الله عنهم هجرت حبشى ته يوازى د پناه اخستولوله پاره نه و بلكه دا يو ډول سیاسي عملي حكمت هم و چې مقصد يي د عربو څخه د باندې د دعوت خپرول او د حبشى شاهي كورنۍ ترتاثير لاندې راوړل و. د حبشى مهاجرين دپناه اخستلو په څنګ کې د اسلام بلونکې او ترجمانان هم و هغوی د دعوت او بلنى كار ته دوام ورکړ او په دې ترتيب د اسلام اثرات خپريدل حتى چې په هغه وخت کې د حبشى پادشاه نجاشى [اصحمه] هم مسلمان شو او د مدیني د هجرت وروسته ئى هلته د جوړشوي اسلامي حكومت سره د دوستى اړيکې هم ټينگ کړل . د نبوت په پنځم كال د رجب په مياشت کې پنځلس كسانو[ يو لسو سړو او څلور ښځو] لومړې ځل حبشى[ايتوپيا] ته هجرت وکړ او د بعثت په شپږم كال نږدي سلوكسانو د دوهم ځل له پاره هجرت وکړ. كله چې د قريشوخلكو دا درك کړه چې ددې مهاجرينوپه واسطه په حبشه کې هم د محمد صلى الله عليه وسلم بلنه روانه ده او په راتلونکې کې هغه ډیر سیاسي اثرلري. نو هغوی عمروبن عاص رضى الله عنه، عماره بن وليد رضي الله عنه يا د ام سلمه رضي الله عنها دوينا له مخى عبدالله بن ابى ربيعه ته قيمتي تحفى ورکړې او د نجاشي دربار ته ئى ورواستول ترڅوهغه دا مهاجرين دخپل وطن څخه بیرته وشړي، د قريشى هئيت د شكايت اوريدونه وروسته پادشاه مهاجرين خپل دربارته راوغوښتل. د اسلام د پيغام درسولواو د پادشاه تر اغیز لاندې د راوستولو له پاره دا يو طلائى وخت و چې د هیلې څخه پرته تر لاسه شو،نو هماغه و چې د مهاجرينو د نماينده په توگه سيدنا جعفر بن ابى طالب شاهى دربار ته ولاړ او د اسلامي اصولو مطابق ئى سلام واچاوه او پادشاه ته ئى سجده ونه کړه. درباريانو ورته وويل تا د بادشاه د احترام په خاطر سجده ولى ونکړه ؟ سيدنا جعفر رضى الله عنه ورته وويل : د الله جل جلاله پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم مونږ ته حكم کړې چې مونږ د الله جل جلاله څخه پرته بل هيچا ته سجده ونه کړو، لمونځونه وکړو او زكاتونه ورکړو،” ددې خبرى وروسته عمرو بن عاص رضي الله عنه وويل چې دا خلك د سيدنا عيسى عليه السلام په هكله له تاسى سره اختلاف لري. پادشاه پوښتنه وکړه چې د سيدنا عيسى عليه السلام په هكله ستاسو عقيده څه ده؟ سيدنا جعفر رضى الله عنه ورته وفرمايل : سيدنا عيسى عليه السلام د الله جل جلاله په حكم پيدا شوې و او د هغه پاك روح الله جل جلاله پيغلى مريم عيها السلام ته القا کړې و چې هغه ته د هيڅ بشر لاس نه وه لگيدلى [ هم بستره شوي نه وه ] . نجاشى رحمه الله عليه د ځمکې څخه يوډکې راپورته کړ او وئى ويل چې : اى د حبشى خلكو او اى عالمانو او راهبانو! په الله جل جلاله قسم چې دا خلك زمونږ د عقيدې څخه ددې ډکي په اندازه هم زياتى نه وائى. د دې وروسته ئى مهاجرينو ته په خبرو کې ويل : زه تاسى ته هم ښه راغلاست وايم او هغه پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته هم ښه راغلاست وايم چې تاسى د هغه له لورى دلته راغلى ياست او زه شاهدي اوګواهي وايم چې هغه د الله جل جلاله رسول دې چې ذكر ئى په انجيل کې هم شوي دې او د غه وړاند وینه سيدنا عيسى عليه السلام پخپله کړې وه ، تاسى زما په مملكت کې هر چيرته چې غواړئ اوسيدلى شئ-كه چيرى زه د حكومت په چارو کې نښتى نه وائى نو زه به په خپله د هغه نبي عليه السلام په دربار کې حاضر شوې وايي. د هغه پڼې مبارکې به مى را پورته کولاې او د هغه قدمونه به مى پاكولاې د دې خبرو وروسته ئى د قريشي هيئت سوغات بيرته مستردکړ14. امام احمد بن حنبل رحمه الله عليه په مسندکې د ام سلمه رضي الله عنها د روايت له مخى د حبشى د هجرت مكمله قصه رانقل کړې اوهمدا راز يي د مهاحرينو د خطيب جعفر رضي الله عنه د ويناو مكمل متن رانقل کړې دې چې هغه د نجاشى په دربارکې کړې و. په دې ويناکې د جاهليت د دورې اعتقادي ، اخلاقى او ټولنيزى خرابۍ بيان شوې وې، بيا ئى د نبي صلى الله عليه وسلم د مبعوث كيدو يادونه وکړه او د هغه د تعليماتو لنډيز ئى وړاند کړې د هغه وروسته ئى د مکې د قريشو د هغو مظالمو يادونه وکړه چې په مسلمانانو به ئى كول او په اّخره کې ئى وويل مونږ ستاسى د ملك په لور په دې خاطر راغلى يو چې دلته به پر مونږ ظلم و نه شي. نجاشى رحمه الله ورته وويل : اّيا له تاسى سره د دې پيغام څه برخه شته چې الله جل جلاله له خوانه په دې نبي صلى الله عليه وسلم رانازل شويدې؟ سيدنا جعفررضي الله تعالې عنه د مريم عليه السلام د سورت لومړې برخه تلاوت کړه ، د دې په اوريدلو نجاشى په ژړا پيل وکړ ،تر دې پورى ئى وژړل چې ږیره مباركه ئى په ژړا لمده شوه- د هغه د دربار پادريانو هم په ژړا پيل وکړ ، تردې ئى وژړل چې د هغوی ترمخ پرا ته كاغذونه هم لامده شول او بيا نجاشى وويل چې” دا پيغام او د سيدنا عيسى عليه السلام تعليمات دواړه د يوه څراغ رڼا ده ” او بيا ئى د قريشو هيئت ته وويل چې [ولاړ شئ زه دا خلك تاسى ته نه شم دركولاې 15.] سيدنا جعفر رضي الله عنه د مسلمانانو نماينده او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سفير و چې په شاهى دربارکې ئى د قريشو سفارتى هيئت ته په سفارتى ميدان کې سخته ماتى ورکړه ، دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم دعوت هم و او سياست هم ،چې كامياب ثابت شو . وصلى الله عليه و على اله و اصحابه اجمعين
په غير اسلامي حكومتونو
کې د ماموريت يا د امارت غوښتنى مسئله :
د طالوت حكومت
د داود عليه السلام خلافت
د سليمان عليه السلام خلافت
د سليمان عليه السلام
ليك
د سبا د ملکې په نوم
د ذوالقرنين حكومت
د محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم
خلافت او سياست :
د توحيد د كليمى غوښتنه
د توحيد په بنسټ د حكومت جوړول
د حبشى د هجرت سیاسي اغیز :
ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۸)