ثنا اعجاز: کشمير په کشمريانو پوري اړه لري، پښتانه دي خپل غم وخوري

Aziz Rahman Hazim | اگست 8th, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ فعاله او د بشري حقونو مدافع ثنا اعجاز وايي، چي د کشمير موضوع د کشمير يانو پوري اړه لري او پښتانه دي په دې موضوع کي ځان نه ښکېلوي. آغلي اعجاز پر خپل ټويټرپاڼه ليکلي دي، چي دلته د پښتنو په کور کي اور بل دی، پښتانه دي لومړی د ځان […]

بشپړ متن

د محسن داوړ او علي وزير وکيلان د هغوی ملاقات ته نه پرېښودل کېږي

Aziz Rahman Hazim | اگست 8th, 2019


په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلکو استازي علي وزير او محسن داوړ چي د ترهګر رياست لخوا په زندان کي ساتل کېږي، تېره ورځ ئې وکيلانو ته د ملاقات اجازه نه ده ورکړل سوې. د وزير او داوړ وکيلان طارق افغان او سنګين خان وايي، چي تېره ورځ د هريپور زندان ته د […]

بشپړ متن

عدالت د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت عريضه بيا وځنډول

Aziz Rahman Hazim | اگست 4th, 2019


د پي ټي ايم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ چي د ترهګر پوځ لخوا زندان ته اچول سوي، تېره ورځ ئې په محکمه کي د ضمانت عريضه يو ځل بيا ځنډول سوې ده. تېره ورځ د بنو په ځايي محکمه کي د نوموړي د […]

بشپړ متن

په واڼه او ميرانشاه کي زرګونو کسانو د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره مظاهرې کړي

Aziz Rahman Hazim | اگست 3rd, 2019


تېره ورځ  په واڼه او ميرانشاه کي د پي ټي ايم په ملاتړ په زرګونو کسان راغونډ سوي وه د او په قامي اسمبلۍ کي د خپلو استازو علي وزير او محسن داوړ د خوسي کولو غوښتنه کول. د جنوبي وزيرستان څخه محسن داوړ او د شمالي وزيرستان د خلګو استازی علي وزير د پاکستاني […]

بشپړ متن

پوځ تشدد کړی، په واڼه کي يې تر دوو سوو احتجاج کوونکي نيولي دي

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2019


پوځ يوار بيا په وزيرستان کي پر احتجاج کوونکو تشدد کړی او د لومړنيو مالوماتو له مخي تر 200 د پښتون ژغورني کسان يې نيولي دي چي د يوه کس د مرګ خبره هم کيږي. نن په ګڼ شمېر کي د وزيرستان اوسيدونکو محکومو پښتنو په واڼه کي د علي وزير او محسن داوړ، عالمزيب […]

بشپړ متن

اغواګر پوځ د پي ټي ايم لسګونه احتجاج کوونکي ونيول

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2019


‏په واڼه کي د علي وزير او محسن داوړ د خلاصون په موخه جوړ سوي احتجاجي لاريون وروسته د پاکستان اغواګر او غاصب پوځ د ملک اقبال او عارف وزير په ګډون تر څلوېښتو ډېر کسان  ونيول.

بشپړ متن

د ځوانانو ټولنه: که د اګسټ تر دريمي علي وزير او محسن داوړ خوشي نه سي، پراخ لاريونونه پيلوو

Aziz Rahman Hazim | اگست 2nd, 2019


نن جمعه د اګسټ دوهمه د جنوبي وزيرستان په مرکز ميرامشاه کي  د پي ټي ايم په ملاتړ  زرګونه کسان راغونډېږي، چي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره به احتجاجي لاريون پيل کړي. دا مظاهره چي د شمالي وزيرستان د ځوانانو د ټولني لخوا جوړه سوې، پکي به د قومي مشرانو […]

بشپړ متن

جنوبي وزيرستان: د پاکستاني پوځ په ايښودل سوي ماين چاودنه کي ۴ ماشومان ژوبل سوي

Aziz Rahman Hazim | اگست 1st, 2019


دجنوبي وزيرستان په مکين سيمه کي د پوځ لخوا ايښودل سوي ماين چاودنه کي څلور ماسومان ژوبل سوي دي. د ماين چاودني دغه پېښه د جنوبي وزيرستان په مکين سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي يادو ماسومانو په دغه ځای کي لوبي کولې. دا په مکين کي د يوې اونۍ په ترڅ […]

بشپړ متن

د پي ټي ايم فعال ادريس پښتين له زندان څخه راخوشي سو

Aziz Rahman Hazim | جولای 31st, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ فعال او د منظور پښتين نژدې ملګری ادريس پښتين تېره ورځ له بند څخه راخوشي سو. ښاغلی ادريس پښتين چي د هريپور په زندان کي له دوو مياشتو راهيسي بندي وو، ورباندي د جرم هيڅ ثبوت نه وو او پاکستاني رياست فقط په دې تور چي د پي ټي ايم ملاتړی […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024