د خړ کمر د پېښي يو ژوبل کس په روغتون کي د پوځ لخوا په شهادت رسېدلی دی

Aziz Rahman Hazim | جون 1st, 2019


د مۍ مياشتي پر ۲۶ نېټه د وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پاکستاني پوځ په ډزو کي د ژوبل کسانو څخه يوه ئې نن په روغتون کي ساه ورکړه، چي په دې سره د شهيدانو تعداد ۱۴ کسانو ته پورته سو. تېره يکشنبه پاکستاني پوځ  شمالي وزيرستان ته پر لار د پښتون ژغورني […]

بشپړ متن

ولسي وګړي: له وزيرستان څخه دي پوځ ووځي، موږ ولسي حکومت غواړو

Aziz Rahman Hazim | جون 1st, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ ويلي،چي د خړ کمر پېښي څېړلو لپاره دي د پارلمان يوه کمېټه جوړه سي، په پېښه کي ککړو کسانو ته دي سزا ورکول سي ، د پي ټي ايم نيول سوي کسان دي راخوشي سي او له وزيرستان څخه دي پوځ ووځي او چاري دي ځايي چارواکو ته وسپاري. دا غوښتني […]

بشپړ متن

بلاول بوټو: علي وزير او محسن داوړ دي پارلمان ته راوستل سي، ترڅو ددوی د خولې حقائق واورو

Aziz Rahman Hazim | جون 1st, 2019


د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو ويلي، چي محسن داوړ او علي وزير  دي پارلمان ته راوستل سي او د هغوی د خولې دي د وزيرستان د پيښي بيان واورېدل سي. تېره ورځ د پارلمان وکيلانو پر حکومت نيوکي وکړې او وئې ويل چي د ميرامشاه د پيښي څېړلو لپاره دي يو کميسون جوړ سي. […]

بشپړ متن

د محسن داوړ او علي وزير د غړيتوب پر لغوه کولو په پارلمان کي سخت احتجاج سوی دی

Aziz Rahman Hazim | جون 1st, 2019


تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کي وروسته له هغه جنجال رامنځ ته سو، چي ځينو وکيلانو د محسن داوړ او علي وزير د پارلماني غړيتوب د لغوه کولو وړانديز وکړ. تېره ورځ په پارلمان کي د پاکستاني حکومت د پلان له مخي يواځي هغه پښتنو وکيلانو ته د خبرو کولو وخت ورکول سوی […]

بشپړ متن

پښتانه څه ډول مبارزې ته اړتيا لري!

Aziz Rahman Hazim | جون 1st, 2019


ليکوال: ح، حقوېش له پښتنو سره د پنجاب اوسنيو کړنو ته په کتو سره داسي مالوميږي، چي پنجابي پوځ غواړي پښتانه دې ته اړ باسي څو وسلې ته لاس کړي او ددوى په وړاندي وجنګيږي. که داسي وشول نو پنجابيان خپل مرام  ته په ډيري اسانۍ سره رسېدلى شي، ځکه دوى داسي کارونه له بلوڅانو […]

بشپړ متن

عدالت محسن داوړ پوليسو ته سپارلی دی

Aziz Rahman Hazim | مې 30th, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ محسن داوړ نن د مي پر ۳۰ نېټه د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندي کړی دی. محسن داوړ چي په ميرامشاه کي ئې د يکشنبې د ورځي د پيښي په غبرګون کي پرلت وهلی وو، نن د پوځ لخوا د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندي سو. په […]

بشپړ متن

محسن داوړ: پښتانه خپل شهيدان په پيسو نه خرڅوي

Aziz Rahman Hazim | مې 30th, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، چي حکومت ددوی د پرلت ختمولو لپاره ويلي دی چي په خړ کمر کي د وژل سويو کسانو کورنيو ته به پيسې ورکوي. محسن داوړ ددغه وړانديز په غبرګون کي په سختو ټکو ويل، چي پښتانه هيڅکله […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024