منظور پښتين: د پوځ په شتون کي ترهګريز بريدونه څوک کوي!؟

Aziz Rahman Hazim | مې 5th, 2018


د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، د هغه سلګونو قبايلي مشرانو په هکله دي پلټني وسي چي چا ووژل؟ منظور پښتين دا څرګندوني په بنو کي د امنيت په تړاو جوړ سوي کنفرانس ته کولې. په بنو کي د امنيت په تړاو جوړ سوي کنفرانس ته د پښتون ژغورني مشرانو ترڅنګ په سلګونو […]

بشپړ متن

ثنا اعجاز: د سوات هره کورنۍ په غم کي ده

Aziz Rahman Hazim | اپریل 29th, 2018


د پښتون ژغورني غورځنګ فعاله غړې ثنا اعجاز وايي، په سوات کي هر کور د ځان يوه بوږنونکې کيسه لري. ثنا اعجاز چي په سوات کي د پښتون ژغورني غورځنګ د غونډي کمپاين چلوي وايي، دلته د هري مېرمني سره غمجني او بوږنوکي کيسې سته. د هغي په خبره داسي مېرمني سته چي خاوندان يې […]

بشپړ متن

جنوبي وزيرستان: څلور ملکي وګړي وژل سوي دي

Aziz Rahman Hazim | اپریل 28th, 2018


په جنوبي وزيرستان کي څلور ولسي کاريګر نامالومو وسلوالو وژلي دي. پېښه تېره شپه د جنوبي وزيرستان په مومي کړم سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي نامالومو وسلوالو د ولسي کاريګرو پر خېمه ډزي وکړې او په خوب ويده وګړي يې ووژل، وروسته يې د هغوی خېمې ته اور ورته کړ. دا کاريګر […]

بشپړ متن

منظور پښتين: پوځ شمالي وزيرستان ته طالب مشران راوستي دي

Aziz Rahman Hazim | اپریل 28th, 2018


منظور پښتين وايي، پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کي طالب مشران ميشت کړي دي او په خواله رسنيو کي دا اوازې تودې سوي چي په سيمه کي ځيني سيمي پاکستاني پوځ طالبانو ته سپارلي دي. شمالي وزيرستان چي د محکوم وطن يو ځپل سوې سيمه ده، وړاندي طالبانو او القاعده ډلي خپل د روزني مرکزونه […]

بشپړ متن

منظور پښتين: خپلو سيمو ته امن راوستل زموږ کار دی

Aziz Rahman Hazim | اپریل 26th, 2018


تېره ورځ په خيبر ايجنسۍ کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين د پښتنو د قومي مشرانو سره وکتل، په دې کتنه کي چي د پښتنو قومي جرګه نوم ورکول سوی دی منظور پښتين او نورو مشرانو خبري وکړې. منظور په خپله وينا کي وويل، د پښتنو سيمو ته امنيت راوستل زموږ کار دی […]

بشپړ متن

په لاهور کي د منظور پښتين د وينا پښتو ژباړه

Aziz Rahman Hazim | اپریل 25th, 2018


ژباړن: تسل خان «راو انور هیرو (اتل) و، خو عوامو ثابته کړه، چې راو انور ترهګر او نقیب الله مسید اتل و. د را ټولو شویو خلکو د لاسونو پړاکه… زموږ لومړنۍ غوښتنه ټول پاکستان ولیده او پایله یې را ووته. زمونږ دوییمه غوښتنه، اوس هم په تلویزونونو کې ځي راځي، چې منظور ترهګر، ورور، […]

بشپړ متن

په کراچي کي د پښتون ژغورني غورځنګ ۹ کسان لادرکه سوي دي.

Aziz Rahman Hazim | اپریل 25th, 2018


په کراچي کي د کيڼ اړخه ځوانانو سازمان وايي، په ياد ښار کي د لاريونونو وروسته د همدې سازمان نهه کسان لادرکه سوي دي. د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي، چي په کراچۍ کي ددوی د غورځنګ نهه ملاتړي نيول سوي دي او که دوی ژر راخوشي نه سي […]

بشپړ متن

الشرق الأوسط ورځپاڼه: په لاهور کي په زرګونو پښتانه د خپل حق غوښتني لپاره راټول سوي وه

Aziz Rahman Hazim | اپریل 24th, 2018


الشرق الأوسط عربۍ ورځپاڼه په خپل راپور کي وايي: تېره يکشنبه   په لاهور کي په زرګونو پښتانه د خپل حق غوښتني لپاره راټول سوي وه. د لاهور د موچي دروازې سره په زرګونو پښتانه ددې سره سره راغونډ سوه چي  پاکستاني چارواکو   يې د غونډي د مخنيوي هڅي وکړې. د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور […]

بشپړ متن

منظور پښتين: موږ چلباز خلګ نه يو، چي بې ځايه تورونه لګوو

Aziz Rahman Hazim | اپریل 23rd, 2018


منظور پښتين وايي، په کومه ورځ چي پاکستاني پوځ پښتانه ووژل په هماغه ورځ به په کراچي کي د پښتون ژغورني غونډه کوي. دا خبري منظور پښتين د لاهور موچي دراوزې سره نږدې په موچي باغ کي وکړې، په دغه غونډه کي په لسګونو زرو پښتنو ګډون کړی وو او د پښتنو سره د ظلم […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024