کور / کتاب / تعميې او تاريخي مادې په پښتو ادب کي

تعميې او تاريخي مادې په پښتو ادب کي

معما د ادبي فنونو په کتار کي هغه صنف دئ، چي ويونکى ئې د لوستونکي د سرګرمه کولو له پاره استعمالوي. په معماوو کي د صريحو او واضحو کلماتو پر ځاى د پېچلو او داسي مغلقو کلماتو له استعماله کار اخيستل کېږي، چي د پوهېدلو له پاره ئې لوستونکى فکر او دقت ته اړتيا لري.

پښتو ادب چي د شرقي ادبي صنايعو څخه مالامال دئ، يو هغه ئې هم د معما پېچلى او سخت صنعت دئ، چي د دې ادب د سرلارو پخوانيو او اوسنيو له خوا په خورا مهارت کار ځني اخيستل کېږي. د پښتو ادب په پخوانيو دېواني آثارو کي خوشحال خان خټک يو ماهر او په دغه فن پوه استاد دئ، خوشحال د خپل انتقادي روش له مخي د پخوانيو معماويونکو پر معماوو ځکه انتقاد کړى دئ، چي د ده په وينا هغوى د دغه باريک او خورا پېچده علم په راز او رمز پوه نه ول. د ده په دېوان کي د معما خورا ډېري نمونې سته، چي تاسي به ئې په حاضره مجموعه کي مطالعه کړى.

(تعميې او تاريخي مادې په پښتو ادب کي) د استاد محمدمعصوم هوتک نوى څېړنيز اثر دئ. په پښتو کي د دغي موضوع په باب دا لومړى اثر دئ، چي لومړى څپرکى ئې د دغي موضوع تيوريکي بحث ته ځانګړى سوى دئ، ورپسې فصلونه ئې په پښتو ادب کي د استعمال سوو معماوو او تعميو د حل له پاره ځانګړي سوي دي.

نوموړى کتاب په ٢٠٨ مخونو کي د زرو ټوکو په تېراژ په کندهار د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دئ.

د تر لاسه کولو له پاره ئې له لاندي پتو څخه استفاده وکړئ:

تليفون: ٠٧٠٠٣٢٦٠١١
ايميل: mrohyal@yahoo.com