کور / کتاب / صدیقي خپرندویه ټولنه د هیواد ویاړني نمانځي

صدیقي خپرندویه ټولنه د هیواد ویاړني نمانځي

صدیقي خپرندویه ټولنه چي کابو له تېرو () کلونو راهیسې د جنوبي پښتونخوا په کوټه ښار کي د افغان لیکوالو او پښتو کتابونو په چاپولو او خپرولو لګیا ده ،په پام کي لري، چي را روان ۲۰۱۳ م کال چي د اسلامي تمدن د پلازمېني په توګه د لرغوني غزني د غوراوي کال دی د خپلو ټولو مطبوعاتو ویاړ د هیواد د دې سترې ویاړنې له نامه سره وتړي.


یادي ټولنې په لومړي پړاو کي د ښاغلي محمدالله احساس په اهتمام او منډو-ترړو درې ټوکه کتابونه (د افغاني سید جمال الدین خاطرات)، (مایکروسافټ ورډ ۲۰۱۰) او (د امام غزالي ژوندلیک “الغزالي”( تازه له چاپه را ایستلي او یو شمېر نور هم تر لاس لاندي دي.


صدیقي خپرندویه ټولنه مخکي له مخکي خپلو ټولو هیوادوالو ته د دغه ستار ویاړ مبارکي وایې. پر ملي پانګه والو،چارواکیو او پر هیواد او مشاهیرو مینو هیوادوالو غږ کوي چي له فرصت څخه په ګټه اخېستنه ژر تر ژره د ټول هیواد په ځانګړې توګه د ښارونو ناوې (غزني) په سینګار ګوتي پورې کاندي او د نړۍ په سطحه یې وځلوي. همداراز خپلو لرغونو تاریخي ابداتو،ملي نوامیسو او د تېر پرتم آثارو او بقایاوو ته جدي پاملرنه وکړي.


هغه پر کتاب او فرهنګ مین وروڼه چي غواړي دا ستر ویاړ له موږ سره اوږه په اوږه خپل او ولمانځي.ترې هیله کوو چي د کتابونو او آثارو له انتخابه نیولې بیا د کوم کتاب د لګښت پر غاړه اخستلو پورې له موږ سره معنوي او مادي لاسنیوی وکړي.


ویاړ د ټولو ، ویاړ پر ټولو


برېښنالیک پته :
siddiqi.kitabtoon@gmail.com