کور / راپور / پښتنو اخیستونکیو له تاجکو خرڅوونکیو څخه پرېکړون اعلان کړ

پښتنو اخیستونکیو له تاجکو خرڅوونکیو څخه پرېکړون اعلان کړ

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

د غزني ولایت د مقر، اندړو، ناوې، ګیلان، قره باغ او اجرستان ترڅنګ په څوارلسو پښتون مېشتو ولسوالیو او د مرکز په ځینو برخو کې علماءکرامو، قومي مشرانو، مخورنیو او ځوانانو پرېکړه کړې چې که څوک هم پښتني احساس لري، نو نور به په دغه ولایت کې له غزني مېشتو تاجکو سره هیڅوک هیڅ ډول سودا، کاروبار او لین دین نه کوي او په ټولیزه توګه به پښتانه پښتنو ته ورځي.Buycott پريکون

دوی وايي: که څه هم چې موږ نه قام پرست او نه هم په ټولیزه توګه د عامو تاجکو خلاف په عمل لاسه پوري کوو، خو د غزني ولایت مقام ته څېرمه د ښاروالۍ ریاست مخې ته له احتجاجي کیږدۍ څخه د غزني پښتنو ولسونو ته، د ځناور، ترهګر، وحشي، جنګي اجنبي او اوغان غول خطابونه کېږي چې دغه تاجک دوکانداران یې ورسره د تکبیر او الله اکبر په نارو بدرګه کوي چې دا د پښتنو سخت سپکاوی دی. 

دوی وايي: غزنی د پخوا په رنګه نه چې پښتانه به په کې د مېلمه په څېر شپه کوله او سهار به بېرته کلي ته تلو او دغه تاجکو به ورپسې د خولې ډول واهه، بلکې دا وخت پښتانه د غزني له څلورسوه څخه دوه سوه پنځه اویار مارکېټونه لري او پاته نور هغه یې د تاجکو او هزاره ګانو دي، خو له دې پرته په دغه ښار کې پښتانه د جایدادونو، کورونو، شخصي رغتونونو، هوټلونه او دوکانونه مالکان دي، که څه هم چې تاجک دوکاندارانو به له پښتنو اخیستونکیو سره ناانصافي کوله او د روپۍ شی به یې په دوه ورباندې پلورل خو شکرالحمدالله پښتانه باسواده شوي ډاکټران، انجنېران او استادان لري، نور د پښتنو هر غم خوړلای شي، باید موږ له احتیاط څخه کار واخلو.

6 تبصرې

  1. هر څوک چی په افغانستان کی راولاړو ستونځو ته دینی، مذهبی قومی، ژبنۍ او سمتی رنګه ورکوی د اسلام او افغانیت له داریری بیرون د افغانستان او هیواد کلک دښمن دی.
    افغانان باید د دین قوم او ژبی ټیکدرانو ته وخت ورنه کړی چی پر سر یی لوبی وکړی. د افغانستان ولسونه په خپل منځ کی هیڅ ډول ستونځې نه لری دا یو تعداد د پردیو غلامان او جاسوسان دی چی د افغانانو د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوی.
    د لروبر ویب پاڼی داسی هیله نه کیدله چی دومره بی خونده او جاهلانه څه د خپره کړی.
    هیله ده چی دا زهر له له فیسبوک څخه وباسئ!

  2. Salamoonah,

    Kashke ttol  pashtanah  la  mot`asebo iran-parastah  aw  d`ijrragyano   farciwanano  la  dokandarano  aw  hatta  la  irony-penjabi- tajokustany -chinayii  shayano  axestlo  ddaddah wakrrya! Hamdaranga   ttolo, yak, mitra etc… ham wanagoriey!. 

    Yawazy xpal Afghany(Pashtany) jabee; kultuur, mahsulaat wasatiey. Per john kerry de la`net vi.

  3. محمدسرور وکیلي

    ۷۸۶

    ما ډېر پخوا هم لیکلي وه،چي تعصب لرل ناروغي ده،نو که څوک ناروغی وي؛فکروعقل ئې نه وي سم .وایي (عقل سلیم در بدن سالم .)

    اقلیتونه یاني لږکي هر چیري چي وي دوی پر اکثریتو یاني ډېرکو باندي شکمن وي .خو په ډېر لږ ټونګ سره دنورو بدګمانه سي اوشعلور سي .له دغه ستایني څخه ډېر خلک ناوړه ګټه پورته کوي په ډېر لږتحریک سره اقلیتونه عصبي کوي،چي دغه ناوړه کړنه  اقلیتوته ښه کار نه دی او له بلي خوا  اکثریت ته دردسر وي، نو ښه به داوي،چي (غوټه پلاس خلاسه کو نه په غاښ) سره کښېنۍ خبري سره وکۍ دغه موضوع سره حل کۍ. تاسو خو دیوې ورځې لپاره په غزني کي نه یاست دامو پلارنی ټاټوبی دی. وايي: (که غل نه تښتي مل دي وتښتي.) بل متل دی،چي وایي:(چي کلی په نامه لري یوخویي تر نورو ښه لري.) داوه زما سلا و غزني والو پښتنو وړونو ته او وغزنيوال تاجک وړونو ته.والله عالم بصواب

       

     

  4. دا تعصب نه دی. دا د تعصب په وړاندی مبارزه ده. خدای دی پښتانه ویښ کړی چی د خپل ځان نه په میړانه او شعوری توګه دفاع وکړی. د پښتنو دا فیصله زه د احترام وړ کڼم

  5. اضلا باید هر سړی پرښورل شي او خپل ډینګ ډینګ یې دا عکس العملونه د همغهوګړو پر پوهه او دفرهنګ په بډاینه پورې اړه لري.

     

  6. اضلا باید هر سړی پرښورل شي او خپل ډینګ ډینګ یې دا عکس العملونه د همغه وګړو پر پوهه او دفرهنګ په بډاینه پورې اړه لري.