کور / تازه خبرونه / ناچاودي مرمې دوه تنکي ماشومان ووژل

ناچاودي مرمې دوه تنکي ماشومان ووژل

             د پکتيکا په خواشمند ولسوالي کې د يوې ناچاودې مرمي له امله دوه تنکي  ماشومان وژل شوي او يو بل ژوبل شويدی
  د پکتيکا د والي وياند غمي خان لراوبر پاڼې ته وويل چې ياده پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ماشومانو د راکټ په ناچاودې مرمی لوبې  کولې چې له امله يې چاودنه رامنځ ته شوه چې دوه ماشومان يې ووژل او يو بل يې ټپي کړ.
  غمی زياتوي چې ټپي شوی ماشوم له پيښې وروسته  بګرام ته د چورلکې په وسيله ليږدولي شوي او روغتيايي حالت يي د ډاډ وړ دي  
  په پکتيکا ولايت کې دا لومړی ځل ندی چې ماشومان د ناچاودومرميو له امله  خپل ژوند له لاسه ورکوي بلکي دې ته ورته پيښې پخوا هم رامنځ ته  شوی چې په پايله کې  يي په لسګونه کسان وژل شوي     اوټپيان شويدي 
                           يعقوبي