کور / تازه خبرونه / رسنۍ دغوره کار له امله ونمانځل شوي

رسنۍ دغوره کار له امله ونمانځل شوي

 دننګرهار ولایت دځوانانو امریت په یوه ځانګړي غونډه کې دختیځ زون دوي رسنۍ (ننګرهارکلید راډیواو ملي راډیو) په سویلي افریقي کې دکرکیټ دسیالیو دتازه معلوماتو په خپرولو سره په ستاینلیکونو او مډالونو ونمانځلي ، هغه غونډه چې په همدې موخه دځوانانو چارو په امریت کې جوړه شوي  وه د ننګرهارولایت مرسیتال والي ګردیوال ،دننګرهارکلید راډیو او ملي راډیو مسولینو اونورګڼ شمیر ځوانانو برخه اخستي وه ، همداراز په همدغه غونډه کې قومي مشرانو هم رسنۍ په ځانګړئ توګه کلید راډیو وه ستایله چې دکرکیټ سیالۍ یې له پیل نه تر پایه په ډیره ښه توګه خپرې اوخلک ترې خبر کړل ،