کور / تازه خبرونه / امریکايي ورځپاڼه:که پاکستان ناکام شو امریکا به سوات بمباري کړي

امریکايي ورځپاڼه:که پاکستان ناکام شو امریکا به سوات بمباري کړي


امریکا ویلي دي که پاکستان د طالبانو د پرمختګ په مخنیوي کې بریالی نه شو نو امریکا به پخپله د طالبانو په مورچو بمباري وکړي ـ
یوې امریکايي ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي  دا خبره رانقل کړی ده چې که چېرې طالبان د اسلام اباد نه یوازې ۴۵ میله لېرې په بونیر پاخه قابض شول نو امریکا به ارومرو مداخلت کوي ـ امریکا پاکستان ته ویلي دي چې که پاکستان د طالبانو مخه و نه نیسي نو امریکا ددې توان لري چې طالبان بمباري کړي ـ دغې چارواکي دا هم ویلي دي چې د امریکې دفشار راوستو روسته ايي ایس ايي د جمعې په ورځ طالبانو ته د بونیر د پریښودو دپاره هلته صوفي محمد ولیږلو او د هغې په خبره طالبان بېرته د بونیر نه ووتل ـ
د دغې ورځپاڼې په وینا طالبان اوس هم په بونیر کې شتون لري او سېمه ایز خلق تر اوسه د طالبانو په رحم او کرم پاي ـ
ـ
په دې مهال د امریکې د خارجه چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي دی چې د پاکستان اتومي اثاثې د اوس دپاره خوندي دي خو د طالبانو د اوسني پرمختګ له وجې دا  نا خوندي کیدی شي ـ نوموړې دا هم وویل چې که د طالبان د مخکې تللو نه منع نه کړی شو نو دپاکستان د اتومي اثاثو کلي ګانې به د طالبانو لاس ته ورشي ـ
د یو بل خبر د مخې نن په سوات کې د ډېرې سیاسي ګوندونوله لوري  په سېمه کې د ثبات د ټینګیدو په موخه یوه لویه جرګه  رابللې وه چې د طالبانو یو چارواکي پکې هم ګډون ونه کړوـ

تبصره نسته

  1. السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته.
    له ټولو پښتنو وروڼو خواست کوم چي هرې راډيو ته چي يې لاس رسيږي پر طالبانو ږغ وکړي چي که امريکا بمبار وکړي مسوليت به يې ددوی پر غاړه وي . پښتنو خدای ته وګورئ په خپلو منځونو کي يووالی وکړئ .

  2. سلامونه ټولو ملګرو ته : که رښتيا ووايم نو نور راته ددغسي خبرونواوريدل يوه عدي خبره ګرځيدلي چاودنه ، بمبارد ، وژني او ….. نور خو زه يو څه ته ډير په تمع يم او دالله ج نه غواړم چې په ټوله نړۍ کې يو اسلامې انقلاب رامنځ ته کي او ايسته دغه لانجه يوي خواته شي ولاکه مو څوک خپل ژوند ته پريږدي نه پو هيږو چې اخر به کيږي دلته هم کافران هلته هم کافران اخر يې ټوله نړۍ په خپل واک کې ونيوله . زما له ټولو پښتنو څخه خواص دي چې ددغه خلکو پر ضد يو موټې شي او پري نږدي چې ددوي ړنده بمباري زموږ دبي ګنا مسلما نانو ژوند واخلي الله ج اسلام بريالي لري